IQNA

امریکا کې د غیر عرب ژبه کوونکو لپاره د قرآن د قرائت ښودنه

4:51 - February 03, 2016
د خبر لمبر: 3479836
نړیواله ډله: د عربستان ادیب او شاعر رشاد حسن یوه دوره «د بهرنيانو لپاره د قرآن تعلیم» پیل کولو سره د الله د کلام صحیح قرائت طریقه غیر عرب ژبه کوونکو ته تعلیم ورکوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «السعودیه ټو ډي» د خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د عربستان لیکوال، شاعر او د انګلیسې ادبیاتو برخې فارغ التحصیل چې امریکا کې بورس اخیستونکې دي نوې پروګرام کې یوه د قرآن قرائت ښودنې پروګرام بهرنیانو لپاره پيل کوي.

رشاد حسن د خپل ځانګړي ټوئیټر پاڼې باندې لیکلې: هغه مهم اقدامات چې امریکې ته را تللو سره مې ترسره کړل، د قرآن د قرائت دوره پيل کول وو چې دا دوره د بهرنیانو لپاره وه چې احساس کوي د قرآن قرائت لپاره یو استاد ته اړتیا لري.

هغه ادامه کې خپل ټوئیټ کې زیاته کړه: د دې پروګرام دا دوره څه دارنګه ده چې قرآن لوستونکې به د هفته دوه ورځو کې په دې کلاس کې ګډون کوي.

رشاد حسن زیاته کړه: ځنې قرآن لوستونکې په دې دوره کښې شتون لري، خو قرآن تلاوت کې له ستونزو سره مخامخ دې او کله چې د تورې صحیح تلفظ واورې نو صحیح یی تلفظ نشي کولې، نو یو ځانګړي غم او خفګان د هغوي په مخ باندې څرګنده وې.

دا د عربستان لیکوال وایئ: مونږ د قرآن په هکله ډېره کوتاهي کوو، ځکه چې ځنې د انګلیسې ژبې یادولو لپاره ډېر کوښښ کوي، خو ولی یوه سوره فاتحه چې د لمونځ قبلېدلو اصل دي ټېک نشي لوستلې.

هغه په اخیره کې خپل ټوئیټ کې لیکلې: له ټولو مخکې ځان ته او بیا ملګرو ته او هغه روڼو ته چې بهرنې هیوادونو ته بورس دي سفارش کوم چې کوښښ وکړي چې کوم ځای کې دي هلته ښه دانه وکرو چې سبا په سر سبز ځمکه کې بدل شي او برکت به یی مونږ ته بیا را رسي.

http://iqna.ir/fa/news/3471817

captcha