IQNA

د بریل خط قرآن هندي ژباړه لیکنه

2:49 - February 11, 2016
د خبر لمبر: 3479857
نړیواله ډله: د هند بیهار ولایت «جارخند» سیمې یوه هندي زړه روښانه ښځه «نفیسه» د ټول بریل خط قرآن کریم ژباړه په هندي ژبه کې په لیک کړه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «utdcom.com» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الازهر بهرنې ژبو مرکز اردو برخې اعلان کړي: د هند بیهار ولایت جارخند سیمي مدرسې کې د قرآن کریم زړه روښانه استادې نفیسه د ټول قرآن کریم په هند ژبي د بریل خط کې ژباړه کړي.

دې مرکز زیاته کړه: دا زړه روښانه ښځه له دې نه پس چې د قرآن زدکړې کې له سترو ستونزو سره مخامخ شوي وه اراده یی وکړه چې د قرآن کریم په بریل خط کې د هندي ژبي ژباړه پيل کړي.

د نفیسه پلار، هغه د هند بنارس ښار ته د علم ادامه لپاره لېږلې وه هغې هلته خپلې ښودنې ترسره کړي او اوس په یو ښوونځې کې د هندي ژبې تدریس کوي.

د هند دې زړه روښانه ښځې، کله چې پوهنتون کې زدکړې ترسره کولې نو د قرآن قرائت سره یی مینه لرله خو ولی د ړوندوالی له کبله ستونزو سره مخامخ وه.

نفیسه له دې نه ورستو د قران کریم بریل خط کې د قرآن کریم ژباړه کول شروع کړه چې دا د بریل خط قرآن ړومبنۍ هندي ژبي ژباړه ده.

د قرآن کریم په بریل خط کې پروګرام له ۲۰۰۵ نه تر ۲۰۸۸ کاله پورې ترسره شوي خو ولی هیڅ یو سازمان او یا حکومتي موسسو له دې پروګرام نه مالی حمایت نه دي کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3474142

captcha