IQNA

د ښېګړو پیغمبر صلی الله علیه و آله سره د ماشومانو د زړه خبرې/ که محمد صلی الله علیه و آله اوس وي نو هغه به خلک سولې ته رابلل + فلم

10:33 - February 16, 2016
د خبر لمبر: 3479876
نړیواله ډله: ټولنیزه چینل کې «که پیغمبر صلی الله علیه و آله اوس وي، نو هغوي ته به دې څه ویلې؟» عنوان سره یو فلم خپرو شوي چې د خلکو د توجه مرکز ګرځېدلې او د نړۍ له مختلفو سیمو زیاتو کارنو لیدلې، د مسلمانانو ماشومانو د زړه خبري اورېدونکې دي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «دنیا الوطن» ویبپاڼې نه په نقل، په دې فلم کې چې د یوټیوب ټولنیزه چینل کې خپرو شوي، ځنې سوالونه د مسلمانانو ماشومانو نه شوي دې؛ هغې په وړه ژبه کې او د هر ډول سینګار او ترتیب نه لري د دې پوښتنو ځوابونه ورکړي، چې هغه پوښتنې دا وي:

1. د پیغمبر صلی الله علیه و آله په اړه څه تصور لري؟

2. د نړۍ تر ټولو لویه ستونزه څه ده؟

3. که رسول اکرم صلی الله علیه و آله اوس وي، نو هغوي ته به دې څه ویلې؟

د ځوابونه یی دارنګه وو، چې د اورېدلو وړ لري.

1. د پیغمبر صلی الله علیه و آله په اړه څه تصور لري؟

مور پلار راته ښودنه کړي چې محمد صلی الله علیه و آله لارښود او غوره نمونه وو.

حضرت محمد صلی الله علیه و آله ایمان لرلو چې الله د اړتیاوې په وخت له هغوي سره مرسته کوي.

محمد صلی الله علیه و آله ښه لارښود وو چې خلکو ته به یی دروغ نه ویلي.

اورېدلې می دي چې هغه به ماشومانو سره لوبې کولې.

۲. د نړۍ تر ټولو لویه ستونزه څه ده؟

د نړۍ ستره ستونزه فقیري ده.

«پیسې»

«لوږه»

۳. که رسول اکرم صلی الله علیه و آله اوس وي، نو هغوي ته به دې څه ویلې؟

فکر کوم، که محمد صلی الله علیه و آله اوس وي نو هغه به خلک سولې ته رابلل.

له خلکو یی غوښتنه کوله چې خلکو ته ډوډۍ ورکوي.

خلکو ته یی ښودنه کوله چې فقیرانو سره مرسته وکړي.

http://iqna.ir/fa/news/3474556

پیغمبر صلی الله عیه و آله د ماشومانو له نظره


captcha