IQNA

د مهربانۍ دېوال تر کراچۍ را ورسېدو

1:44 - February 22, 2016
د خبر لمبر: 3479885
نړیواله ډله: د وحدت مسلمین کراچۍ شورا اړتیا لرونکې کسانو لپاره د جامې پېزار بندوبست کولو په موخه د «د مهربانۍ دېوال» د پروګرام دغه ښار ملیر سیمه کې پيل کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د وحدت مسلمین کراچۍ شورا له اړخه اړتیا لرونکو کسانو لپاره د جامو، پېزارونو او نورو څيزونه برابرولو په موخه د مهربانۍ دېوال پروګرام د پاکستان ترټولو ستر ښار کراچۍ کې پيل شو.

دا پروګرام د خیر العمل موسسه له اړخه چې د وحدت مسلمین کراچۍ شورا سره تړلې د کراچۍ ناد علی برخه کې شروع شوي دي.

د کراچۍ له ښاریانو نه غوښتنه شوي چې خپل ډالي او سوغاتونه د دې پروګرام پيل کولو ځای ته راوړي چې په مناسب وخت کې به هغه اړتیا لرونکې ښاریانو ته ورکړي کېږي. کراچۍ کې به د مهربانۍ دېوال تر د یخنۍ موسم پای پورې پيل کېږي او ښاریان کولې شي چې خپل ډالي او سوغاتونه د اړمنو لپاره دغه ځای نه ورکړي.

انور جعفري او احسن عباس رضوي د وحدت مسلمین شورا مسؤولانو خبریالو سره خبرو کې د دې پروګرام موخه د اړمنو کسانو سره مرسته او د دې نسل او مذهب توجه ټولنې کې اړمنو ته اړول وټاکله.

دا ښکلې کار چې د کراچۍ د شیعیانو له اړخه اجرا شوي د پاکستان رسنیو کې ورته په پراخه کچه پاملرنې شوي دي تر دې چې جیو، سما او ډان ټی وي چینلو ترې ځانګړي راپورونه په ټي وي باندې خپور کړي.

باید په نښه شي چې ایران کې د مهربانۍ دېوال یوې ساده جمله «اړتیا لرې وروره، اړتیا نه لري نو پرېږدي» سره شروع شوي وو، چې ډېر زر یی د نړیواله رسنیو پام ترلاسه کړو.

دا پروګرام تقریباْ د ایران په ټولو ولایتونو کې پيل شوه او ډېر کم وخت کې ترې د نړۍ رسنیو کې خبرې او تصویري راپورونه خپور شو، عراق هم له هغه هیوادونو څخه دي چې د ایران نه پس یی دا ښکلې پروګرام په ځنې ولایتونو کې اجرا شوي.

qna.ir/fa/news/3476755

captcha