قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الامة الاخباریة خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الازهر شیخ احمد الطیب چې د الازهر یو شمېر عالمانو غونډې سره په اندونیزیا کې شتون لري، نن د دغه هیواد عالمانو سره کتنه وکړه او د عالمانو ترمنځه یی د اختلاف په اړه چې هم دغه اختلاف بیا په اسلام او د خلکو ترمنځه د تعصب او افراط ګرایي سبب ګرځي، ګواښ ورکړو.
هغه همدارنګه د یو ځانګړي مذهب تحمیل کولو په اړخه ګواښ ورکولو او دینی شخړې رامنځته کولو به اشارې سره تاکید وکړو: اسلام د زغم دین په عنوان اسلامی ټول مذهبونه ته بې له تعصب او افراط شامل کېږي.
شیخ الازهر څرګنده کړه: : شیعه او سنی د اسلام دوه وزرونه دي او د دې دواړو مذهبونو ترمنځه یووالی ضروري دي. ځکه چې معتدله شیعیان زمونږ ورونه دي.
احمد الطیب وویل: معتدله شیعیان مسلمانان دي او هغوي د اسلام نه بهر نشو ګڼلې.
http://iqna.ir/fa/news/3477613