IQNA

بنګلور کې د تکفیریانو ایدیولوژی محکوم کولو غونډه

22:56 - March 02, 2016
د خبر لمبر: 3479907
نړیواله ډله: داسې وخت کې چې د مسلمانانو خلاف غلطو تصوراتو کې شدت راغلې، بنګلور ښار کې په زرګونو مسلمانان سره راغونډ شول او د افراط ګري او ترهګري یی محکوم کړه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «Times of India» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې غونډه کې د ترهګرو په خلاف تقریرونه او د هغوي د قرآن سره مخالفت او ځوانان د ترهګرو ډلو دام کې ګیرېدو باندې نیوکه وکړه.

په دې تقریرونو کې د تکفیري ترهګرې ډلې داعش جوړېدو او د هغې ناڅاپه پرمختګ ته یی کتنه وکړه.

شیخ عبدالحسیب مدنی، د هند عالم خپل تقریر کې وویل: داعش د اسلام خلاف دي، اسلام د ترهګري نه دفاع نه کوي، د دغه ډلې ایډیالوژي د قرآن او سنت پیغمبر صلی الله علیه و آله سره مکمل مخالفه ده.

تاکید وکړو: هغه خلافت چې داعش یی یاده وې، ګمراه کوونکې دي او دا هغه خلافت نه دې چې حقیقي اسلام خپلو منونکو ته په ګوته کړي.

مدنی زیاته کړه: د هغې ایدیالوژی هغه نه ده د کومې چې انبیاء علیهم السلام مونږ ته ښودنه کړي.

غونډه کې ګډون کوونکې یو بل عالم وویل: نن د دین په نوم، وسلوالې ډلې رامنځته شوي چې هغې او تبلیغات یی په ټوله نړۍ مسلمانانو لپاره د شرم سبب ګرځي.

د اسلامی اطلاعاتو مرکز مشر «ذهیب خان» وویل: مونږ غواړو هغه ځوانان چې بې لارې شوی، هدایت کړو او د هغوي مرسته وکړو چې بېرته په سمه لار روان شي، سره د دې چې مسلمانانو ترمنځه لوي فرق لري بیا هم اسلام د نړۍ په سطح ترهګرې محکوم کوي.

یو بل عالم وویل او د سوره مائده ۳۲ آیت یی ولوستو چې: " چاچې يو انسان دوينې له بدلې يا په ځمكه كښې له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه داسې وګڼه لكه چې هغه ټول انسانان ووژل او چاچې څوك له مرګه وژغوره داسې وګڼه لكه چې هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه"

ذهیب په دې اړه وویل: قرآن یواځې د مسلمانانو د نجات په اړه خبره نه کوې بلکې ټول بشریت ته اشاره کوې. د قرآن کریم حقیقي منونکې دا حقیقت درک کوې او ستومانه پرې نه دي.

http://iqna.ir/fa/news/3479239

captcha