قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کویټه مصباح القرآن اکاډمې د قرآنی کلاسونو غوره زده کوونکو او استادانو، د قرآنی فعال په سلګونو کسانو شتون سره او د سردار حسن پوهنتون د کلتوری، ټولنیزه او قرآنی فعال محصلانو سره په کویټه کې پیل شو.
په دې مراسمو کې د پوهنتون استادانو، کلتوری خواصو، محلي مقاماتو او عالمانو شتون لرلو، د کویټه قرآنی شخصیتونو ته هدیې ورکړلې شوي.
د پاکستان بلوچستان ولایتی غونډې استازی او د پاکستان وحدت مسلمین شورا غړې سید آغا رضا خپل تقریر کې وویل: استادان او معلمان چې ځانونه یی د قرآن په لاره کې د دې هیواد د راتلونکو لپاره وقف کړي د لمانځلو وړ لري او مونږ هیله لرو چې دا مهم مسؤولیت به تر پای ترسره کوي.
هغه زیاته کړه: د کویټه قرآن اکاډمی ځوانان مونږه د راتلونکې بلوچستان ولایت او پاکستان په اړه هیله من کوي، او د دې ولس پانګه ګڼلې کېږي.
د بلوچستان ولایتی غونډې مشر وویل: د قرآنی ځوانانو نه په هر قسمه مرسته او حمایت کول د ټولو وظیفه ده، او مونږ به په دې لار کې به موږ هيڅکله پاتې را نشو.
د کویټه مصباح القرآن اکاډمی مشرانو هم په دې مراسمو کې له خبریالو سره وینا کې تاکید وکړو: مونږ اراده کړي چې راروان وخت کې به نور هم کلاسونه او قرآنی دورې د پاکستان په مختلفو سیمو کې وړاندې کوو، چې زیات نه زیات د قرآن لېواله او مینه کوونکو سره اشنا شو او د دینی معارفو لارې وړاندې کړو.
http://iqna.ir/fa/news/3479255