IQNA

آیت الله واعظطبسي له دې فانې نړۍ سترګې پټی کړی

10:08 - March 05, 2016
د خبر لمبر: 3479911
سیاسي ډله: آیت الله عباس واعظطبسی د ولی فقیه استازی او رضوي سپېځلې زیارت څارنې ادارې مشر پرون سهار د مشهد عدالتیان بیړنۍ ځانګړې پاملرنې برخه کې له دې فانې نړۍ سترګې پټی کړی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(اایکنا)راپور له مخې، د رضوي خراسان نه، د ولی فقیه استازی او رضوي سپېځلې زیارت څارنې ادارې مشر پرون سهار د مشهد عدالتیان بیړنۍ ځانګړې پاملرنې برخه کې له دې فانې نړۍ سترګې پټی کړی.

د دې راپور له مخې، آیت الله واعظطبسی د اسفند میاشتې ۷ باندې کور نه د ساه بندۍ په وجه د امام رضا علیه السلام روغتون ته منتقل شو، هلته څو ورځې د ځانګړې ډاکټرانو د څارنې لاندې وو خو ولی بیماري یی زیاته شوه او پرون د شپې ۲:۱۰ باندې له دې فانې نړۍ سترګې پټی کړی.

آیت الله عباس واعظطبسی، په کال ۱۳۱۴ کې د مشهد یوې مذهبی کورنۍ کې زېږېدلې وو، او د همغه ماشومتوب او ځوانۍ نه یی علمي حوزو، دینی عالمانو او مذهبي مراسمو او غونډو سره مینه لرله، او چې ۱۶ کلنې شو نو د مقدماتي درسونو نه ورستو د اسلامی علمونو ترلاسه کولو لپاره د مشهد حوزه علمیه ته راغللو او د مقدماتي، متوسطه، عالیه او تر درس خارج پورې یی درسونه دلته ترلاسه کړل.

آیت الله واعظطبسی له سترو او غوره استادانو لکه ادیب نیشابوری، مدرس یزدی، حاج شیخ هاشم قزوینی، میرزا جوادآقا تهرانی و آیت‌الله‌ میلانی نه زدکړې وکړې او فلسفه، فقه، اصول، کلام و نور اسلامی علمونه له دې استادانو نه ترلاسه کړل.

هغه ځوانۍ کې شهید نواب صفوی سره په غورځنګ کې ملګرتیا وکړه او د نواب صفوی فکر تایید کولو او هغې ته وده ورکولو لپاره یی کوشش وکړو او له کال ۱۳۳۱ نه تر ۱۳۳۴ پورې یی خپل تقریرونو کې د رژیم پهلوی مخالفت وکړو په اخیره کې په کال ۱۳۳۴ کې یو ځل بیا د تقریر کولو بندیز سره مخامخ شو.

په کال ۱۳۴۲ کې د امام خمینی د غورځنګ شروع کې دو سره د امام خمینی ملګرې او د غورځنګ بنسټ شمېرلې کېدو او د غورځنګ وتلې او پېژندلې شوي کسانو نه وو. چې د خراسان خلکو هدایت او لارښود او د انقلابې خلکو د توجه مرکز وو، د انقلاب کامیابي نه تر اوسه د امام خمینی به حکم د امام علی رضا علیه السلام د زیارت څارنې ادارې مشر وو، او سیاسي، ټولنیزه، تدریس او علمی کارونو کې همېشه بوخت وو.

http://iqna.ir/fa/news/3480347

captcha