قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «المصریون» ورځپاڼې نه په نقل، بنګلادېش کې د مختلفو دینونو استازې غوړې اسلام د رسمي دین په عنوان دغه هیواد نه حذف کړې، د بنګلادېش حکومت هم نظر لري چې د دې موضوع څېړنه وکړي.
د بریتانیا «دیلی میل» ورځپاڼې په دې اړه لیکلې: د بنګلادېش سترې محاکمه دې ورځو کې د هغه کسانو چې د دغه هیواد د اسلام د رسمي دین په توګه مخالف دې دلیلونه اورې، دا خلک یقین لري چې دې موضوع ستونزې رامنځته کړې دي.
دا اقدام له دې نه ورستو ترسره شو چې په اخیرنۍ ورځو کې د هندوانو او مسیحیانو په خلاف بریدونه شوي.
د بنګلادېش هیواد په کال ۱۹۷۱ کې د پاکستان نه بیل د یو سکولر هیواد په توګه د خپلواکۍ اعلان کړې وو، خو ولی په کال ۱۹۸۸ کې، د دې هیواد اساسي قانون ته کتنه وشوه او اسلام د دغه هیواد د رسمي دین په توګه معرفي شو.
بنګلادېش کې دا مسئله تراوسه یو اختلافي موضوع ګڼلې کېږي او ځنې دا غیر قانوني بولې او په دې وخت کې د دغه هیواد په محاکمو کې له ټولو اختلافي موضوع کې بدل شوي.
باید وویل شي، بنګلادېش کې ۹۰سلنه ولس مسلمانان دې او هندوان ۸ سلنه او د نورو دینونو منونکې لکه بودایی او مسیحیان هم د دې هیواد په ولسو کې شتون لري، د بنګلادېش رسمي ژبه بنګالي ده او انګلیسې ژبه د دویم ژبې په توګه پېژندلې کېږي.