IQNA

د منځني ختیځ تر ټولو لوی لیلام تالار کې د قرآن قلمي نسخو وړاندې کول

10:37 - March 12, 2016
د خبر لمبر: 3479931
نړیواله ډله: د قرآن قلمي نسخې چې د ۱۱ او ۱۲ پېړۍ سره تړون لري د منځنې ختیځ تاریخي ټوټې او اثار لیلام تالار ته چې پرون د دوحه پایتخت قطر کې پرانیستا شوي وړاندې کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د «masralekhbaria.com» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د منځني ختیځ لومړی او تر ټولو لوی لیلام تالار د « دار الباهی» عنوان سره پرون د دوحه قطر کتارا کلتوري ښاریز کې پرانیستی شو.

دا تالار د قطر موزیم څارونکې ډلې مشره المباسة بنت حمد آل ثانی شتون سره پیل شو، چې په کې تقریباْ ۳۰۰ ارزښتمنې او هنري نادره ټوټې لري چې تقریباْ ارزښت تر یی یو نیم ملیون امریکایی ډالر دی.

دا تالار همدارنګه، ښکلې او نادره قلمي نسخې هم لري چې لرغونتوب یی تقریباْ تر لسم او یوولسم پېړۍ (اندلس کې د امویانو حکومت) پورې رسي کېږي چې په دې قلمي نسخو کې درې قلمي کاغذي نسخې قرآنی دې چې اندازه یی تقریباْ 17*26 سانتیمتر ده.

همدارنګه دې تالار کې، د اتریش مشهور هنرمند د تونی پیندر انځور هم وړاندې شوي چې په کې ماشومان ته قرآنی درسونه ورکړې کېږي د مصر «الاقصر» ولایت کې ښودلې شوي، په دې انځور کې ماشومان د خپل قرآنی استاد نه ګردچاپېره راټول شوي.

د قطر رسنۍ موسسو مشرشیخ عبدالرحمن بن حمد آل ثانی چې د دې تالار پرانیستا په مراسمو کې شتون لرلو په دې اړه وویل: د دې تالار پرانیستا موخه د اسلامی کلتور را ژوندی کول او د اسلامی-عربی میراث نه حمایت دي.

د قطر تاجراشرف عبدالرحیم ابوعیسی او د هغه ملګري چې به دې تالار کې شتون لرو په دې اړه وویل: لیلام په دې تالار کې به په رسمي توګه له ۹۵ کال ۱۷ فروردین باندې پیل کېږي او مینوال په دې لیلام کې ګډون لپاره دې تالار ته را تللو سره او یا په ټېلې فون او یا د انټرنیټ له لارې اقدام کولې شي.

په تالار کې يو شمېر له نقاشۍ، مجسمې، د هنر نادره او ښکلې ټوټې شتون لرې چې د نولسمې پېړۍ اروپایی هنرمندو په لاس باندې جوړ شوي.

د تالار په رسمي توګه پرانیستا نه درې هفتي وړاندې به د دې تالار هنري ټوټې په انټرنیټ کې خپرېږي چې مینوال به یی انځورونه سره د توضیحګانو لیدلې شي، د دار الباهی سایټ نه ضروري اطلاعات تر لاسه کولې شي او همدارنګه په انټرنیټ باندې د دار الباهی دفتر سره اړیکه نیولې شي. او د دې هنري ټوټې کټالاګ(لست) ترلاسه کولې شي.

http://iqna.ir/fa/news/3481386


captcha