IQNA

د امام علی علیه السلام حرم کې د کتاب اتم نړیواله نندارتون پيل کېږي

10:21 - March 27, 2016
د خبر لمبر: 3479938
نړیواله ډله: د نجف اشرف سپېڅلې ښار کې د کتاب اتم نړیواله نندارتون د ۲۰۰ بهرنې او دنننی ناشرانو ګډون سره حرم علوی کې پیل کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الکفیل خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا نندارتون له دریم نه تر دوولسم فروردین پورې د ننداره کوونکو لپاره خلاص وې، د علوی حرم پلاوی مشر او حرم چارې سمبالوونکی او نورو دینی، کلتوری او د پوهنتون شخصیتونو په رسمي توګه د دې نندارتون پرانیستا کړی.

د علوی حرم کلتوری او فکری چارو مشر شیخ سعد الخاقانی له رسنۍ سره مرکه کې وویل: د کتاب اتم نړیواله نندارتون د عراق دنننی او بهرنې ۲۰۰ ناشرانو شتون سره پيل کېږي.

هغه د بهرنې ګډون کوونکې ناشرانو نه دې هیوادونو لبنان، مصر، ایران، الجزایر، سوریه، اردن، فرانسه او انگلستان ته اشاره وکړه او وې ویل: بهرنې ناشرانو کې د لبنان نه ۷۸ ناشران، د ایران نه ۳۲ ناشران دې، او د ماشومانو لپاره نشر کوونکو نه ۷ ناشر دی، همدارنګه هغه حقوقي او علمي موضوعاتو باندې تقریباْ د ۳۵ زره عنوانو کتابونو په دې نندارتون کې د شتون خبر ورکړو.

همدارنګه د نندارتون پيل کولو کمېټه مشر عبدالرزاق الشیبانی، د نندارتون شروع کولو نه مخکې د کتابونو د محتوا څېړنو لپاره د یوې کمېټه جوړولو خبر ورکړو او وې ویل: دا کمېټې به د کتابونو محتوا او موضوعات له فکری او عقیدې نظر نه څېړنه کوې او د تاوتریخوالي، ډله ډلبندۍ، عزت او کورنۍ او همدارنګه د نورو ستونزو نه ډک کتابونه په دې نندارتون وړاندې کولو نه مخنيوي کوې.

هغه د نندارتون پيل کېدو ورځو کې د دې کمېټه کار ته اشارې سره وویل: دا کمېټه به د نندارتون تر اخیرنۍ ورځې پورې خپل کار ته ادامه ورکوي او له نندارتون کتابونو نه به څارنې کوي.

د نجف اشرف نړیواله نندارتون کې د سپېڅلې رضوی زیارت ګډون

د رضوی سپېڅلې زیارت خبرونو ویبپاڼې راپور له مخې، د رضوی زیارت اسلامی څېړنې اداره او د اسلامی علمونو رضوی پوهنتون د رضوی زیارت د عمومي اړیکو ادارې د پام لاندې په دې نندارتون کې شتون لري.

د رضوی زیارت اسلامی څېړنې ادارې او د اسلامی علمونو رضوی پوهنتون په دې نندارتون کې د عربو ادبیات، دعاګانی، اسلامی تاریخ، عقاید، کلام، حدیث، د معصومین ژوندون، قرآنی علمونه او له ۲۰۰ نه زیات عنوان سره کتابونه وړاندې کوي.

د نجف اشرف کتاب نړیواله نندارتون تر ۱۲ فروردین پورې د حضرت علی علیه السلام حرم کې خپل کار ته ادامه ورکوي او د شیعه ناشرانو له جمهوری اسلامی ایران، فرانسه، انگلستان، مصر، الجزایر، عربستان، لبنان او اردن هیوادنو کوربه دي.

http://iqna.ir/fa/news/3484548


captcha