IQNA

د بدعت خپرول «خالی قرآن» + انځور

13:38 - March 31, 2016
د خبر لمبر: 3479942
نړیواله ډله: د سعودی یو وهابی مبلغ او مفتی یو نوې بدعت کې د خالی قرآن انځورونه په خپلې ټولنیزه ویبپاڼې باندې خپور کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رفحاء انټرنیټي ورځپاڼې نه په نقل، د عربستان مرکزی ښار ریاض المحیسن جومات امام او افراطی وهابی مبلغ او مفتی د ټولنیزه چینل ټوئیټر په ځانګړي پاڼې باندې د قرآن یو انځور سپینو پاڼو چې هیڅه پرې نه دې لیکلې خپور کړې.

دا قرآن د هغې د جلد نه پېژندلې کېږي او په کې هیڅه نه دې لیکلې شوی.

د بدعت خپرول «خالی قرآن» + انځور

دا وهابی مفتی د خالی قرآن انځور خپرولو سره له مینه والو نه غوښتنه کړې چې په دې کې د قرآن آیات خپل لاس سره ولیکې چې د مرګ نه پس به دا د هغې له اړخه دا یو تل پاتې اثر وي.

دې وهابی شیخ دا «خالی قرآن» د خپل ټویټر پاڼې باندې خپور کړي او لیکلې: دا یو خالی قرآن دی تاسو یی خپل لاس سره ولیکي چې د مرګ نه پس یو یادګار مو وې.

د بدعت خپرول «خالی قرآن» + انځور

د ټویټر ټولنیزه ویبپاڼې د یو بل کارن الکلبانی په خپلې ویبپاڼې په دې نوې بدعت باندې نیوکه کړې او لیکلې دی چې دا کار امکان لري د قرآن تحریف لپاره یو مقدمه وګرځي.

نیوکه کوونکو لیکلې چې دا اقدام باعث جوړېږي چې ځنې کسان له خطا او ځنې نور هم په پوهې سره د قران آیتونه حذف کړي او دا کار سبب شي چې قرآن کریم کې تحریف وشي.

د بدعت خپرول «خالی قرآن» + انځور

http://iqna.ir/fa/news/3484741


captcha