IQNA

امریکه کې د قرآن ځانګړې ژباړه وړاندې کړې

0:46 - October 04, 2016
د خبر لمبر: 3480219
نړیواله ډله: یو مسیحی ډاکټر او یو مسلمان سوداګر نیویارک کې سره د قرآن کریم په انګلیسې ژبې ژباړه وړاندې کړې ده چې یوه ځانګړیتیا لري.
امریکه کې د قرآن ځانګړې ژباړه وړاندې کړې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Christian Examiner» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دغه ژباړه کې د قرآنی آیتونو، مشابه آیتونو او انجیل سره تړاو لرونکې ایتونو نه عصري ګټندوى په انګلیسې ژبه کې وړاندې کړي.

دا کېدای شي چې ځنې مسیحیان دا عصري ګټندوی رد کړې، د قرآن کریم دا ژباړه خپروونکې دا باور لرې چې د قرآن کریم دا ژباړه انجیل ته ارجاع ورکولو سره د دینونو منونکو ته د اړیکو یوه نوې سطح ورکړي او د امریکا د مسلمانانو او د مسیحیانو ترمنځه کړکېچ کم کړې.

مسلمان سوداګر ډاکټر صافی کاسکاس او مسیحی طبیب چې ډاکټر ډیوډ هانګرفورډ، د دینونو ترمنځه د دوستي یو ډله کې دغه مسلمان او مسیحي یو بل سره اشنا شول.

هانګر فورډ وایئ: کله چې ما له کاسکاس سره کتنه وکړه، نو پوهه شوم چې له یو مودې راسي دا خبر یی په زړه کې ساتلې، مونږ دواړه دې کار ته چمتو وو، او هم له هغه وخت نه مونږ سره همکاري شورو کړه.

کاسکاس وویل: زه غواړم چې قرآن د امریکایانو سره شریک کړم ځکه چې شورو کې دې هیواد ته را تللو نه ورستو دوې ما سره ډېره ملګرتیا کړې او اوس ډېر خفه کېږم چې هم هغه امریکایان د مسلمانانو په اړه بد احساس لري زه غواړم دا اړیکې بیا هغه رنګ کړم.

هانګرفورډ او کاسکاس خپلو څېړنو کې له درې زرو نه زیات د قرآن او انجیل مشترک متن او آیتونه چې سره تړاو لرې پیدا کړي.

هانګرفورډ وایئ: هیله لرم چې دا نوې ژباړه به په امریکا کې د مسلمانانو په اړه غلط تصورات اصلاح کړي.

هغه د یو پوښتنې په ځواب کې چې هر دواړه ژباړه کوونکې په خپل دین دی، او اسلام یا د مسیحیت ته د بدلون نیت هم نه لري، بلکې د هغې نیت د دینونو ترمنځه اړیکو له وده ورکول دي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3534314


captcha