IQNA

پاکستان کې د امام حسین علیه السلام د غم ورځې لمانځلې کېږي

16:16 - October 07, 2016
د خبر لمبر: 3480225
نړیواله ډله: د محرم شورو کېدو سره، ټول پاکستان کې د عزاداري غونډې او ډلې د امام حسین علیه السلام او د هغه د ملګرو د حق لپاره شهادت لمانځې او مراسم پيل کوې.
پاکستان کې د امام حسین علیه السلام د غم ورځې لمانځلې کېږي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د The Nation ورځپاڼې نه په نقل، دا مراسم چې د لومړۍ محرم نه شورو شوې عالمان د امام حسین علیه السلام د پاڅون فلسفه او د عاشورا پېښه او د هغې نه اخیستلې شوې درسونو باندې تقریرونه کوي.
پاکستان بنجاب ایالت کې د اسلام پوره ښار ستر عالم افتخار چودری د کربلا د شهیدانو لمانځلو مراسمو کې د کربلا پېښي نه اخیستلې شوي درس ته اشارې سره وویل: مونږ باید ډله ډلبندۍ نه ډډه وکړو او ورسره مقابله وکړو او ورورۍ، ملګرتیا او سولې ته وده ورکړو.
هغه زیاته کړه: کربلا د اسلامی تاریخ د سرو او د مسلمانانو د وياړي باب دي.
چودری وویل: امام حسین علیه السلام او ملګرو یی د حق بیرغ اوچت کړې وو او په کربلا کې شهیدان شول، دا میاشته زمونږ لپاره د ژوند نه د بدۍ او بي اخلاقي ویستلو پيغام ورکوي.
پاکستان کې شیعیان، اقلیت کې دی خو فعال دی چې د دغه هیواد د ۱۸۰ ملیونه نفوسو نه ٪۲۰ شیعه دي، شیعیان په دغه ټول هیواد کې خپور دې او د پاکستان ډېر ښارونه او کلې د شیعیانو دي.
captcha