IQNA

شوقی علام:

د مصر دارالافتای د داعش لپاره د اسلامی حکومت غوښتنې سره مخالف دي

21:11 - October 07, 2016
د خبر لمبر: 3480228
نړیواله ډله: د مصر مفتی د داعش لپاره د اسلامی حکومت نوم کارولو سره د مخالفت ادعا وکړه چې د مصر دارالافتای د شورو نه د دارنګه نوم د دغه ډلې لپاره کارولو په اړه غبرګون ښودلې وو.
د مصر دارالافتای د داعش لپاره د اسلامی حکومت غوښتنې سره مخالف دي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر مفتی شوقی علام یو ټلویزوني مرکه کې وویل: د اسلامی حکومت اصطلاح د هر عادي انسان لپاره د تشویش سبب جوړېږي ځکه چې د داعشیانو هر کار له به اسلام سره نسبت ورکړي کېږي په داسې حال کې چې د تروریستو یوه ډله ده.
هغه تاکید وکړو: د داعش اقداماتو ته نه باید د اسلام او مسلمانانو سره نسبت ورکړلې شي، همدارنګه باید د اسلامی حکومت اصطلاح دی د رسنۍ له اړخه متوقف شي او هغې دې یواځې په یوه د ترهګرو ډله نوم باندې یاد شي.
شوقي علام څرګنده کړه: د مصر دارالفتوی به نوې څېړنو کې څرګنده شوي چې داعش کې د دینی معلوماتو سطح ډېره لاندې ده. نو له دې کبله اسلامی او غرب نړۍ کې د نوې نسل له افراطی افکارو سره یو ځای کېدو نه مخنیوی لپاره باید اسلامی موسسې د اعتدال تفکر لپاره هڅې وکړي.
د مصر مفتی وینا په داسې حال کې څرګنده شوي چې د مصر الازهر د سنی اسلام او څه موده مخکې د اسلامی مذهبونو د یووالی اصلي ټاټوبی ګڼلې کېده چې په وروستيو کلونو کې د وهابیت تر اغېز لاندې راغلې که څه هم وهابیت د ترهګرو او د افراطی ډلو اصلی سرچینه او د داعش د عقایدو اصلی بنسټ دی.

captcha