IQNA

د شام کډوال به ترکیانو ته د قرآن زدکړه ورکوي

11:29 - October 13, 2016
د خبر لمبر: 3480232
نړیواله ډله: د شام ۱۷ کلنې ځوان عبدالقادر دیری د ترکی غازی عینتاب ولایت کې د ترکی ښاریانو ته د قرآن کریم د قرائت زدکړه ورکوي.
د شام کډوال به ترکیانو ته د قرآن زدکړه ورکوي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ترک پریس خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د شام ۱۷ کلنې عبدالقادر دیری ځوان چې دوه کاله مخکې د شام د بحران له سببه سره د خپلې کورنۍ د ترکی جنوب شرقی په غازي عینتاب ولایت کې شاهین پی ښار ته کډوال شوي وو.

عبدالقادر دیری، هره ورځ د شاهین بی ښار یدی بیبیه کوڅې ابن سینا جامع جومات ته راځي او جومات ته راغلې لمونځ کوونکو ته د قرآن کریم د تلاوت زدکړه ورکوي.

د شام دې ځوان آناتولی خبر ورکوونکو ته مرکه کې په دې اړه وویل: زه چې ۹ کلن وم نو ټول قرآن می حفظ کړو او په ۱۲ کلن چې شوم نو د قرآن کریم لسګوني قرائتونه می ترلاسه کړل.

هغه زیاته کړه: د لمونځ په وخت جومات ته راځم چې د قرآن کریم قرائت زدکړې ترکیانو روڼو ته ورکړم.

عبدالقادر دیری وویل: ما دې کال د ترکی غازي عینتاب د پوهنتون الهیات پوهنځی کې نوم ورکړې او زما اصلی هدف دا دی چې راروان وخت کې د جومات امام شم.

د ترکی یو ښاریز خضر دمیر چې د قرآن کریم تلاوت زدکړې لپاره د عبدالقادر خوا له راځې په دې اړه وویل: عبدالقادر په اونۍ کې ۵ ورځې جومات ته راځې او د خلکو محبت او مینه یی جلب کړې، هغه د قرآن کریم په ښکلې آواز کې تلاوت کوې او مونږ ټول هغه سره مینه کوو، هغه کله کله له پلار سره چې د ټول قرآن حافظ دي جومات ته راځي.

http://iqna.ir/fa/news/3535856


captcha