IQNA

نړیواله وحدت کانفرانس په اندونیزیا کې پيل شو

0:37 - December 05, 2016
د خبر لمبر: 3480298
نړیواله ډله: نړیواله کانفرانس «اسلامی وحدت، ضرورت یی او راتلونکې وخت کې هیلې» عنوان سره د اندونیزیا محمدیه اسلامی سازمان په همت او د اسلامی مذهبونو یووالی او نږدېکت نړیواله ټولنې همکاري او په جاکارتا کې د ایران کلتوری سازمان په مرسته پیل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان ویبپاڼې نه په نقل، دا غونډه د اسلامی مذهبونو یووالی او نږدېکت نړیواله ټولنې مشر حضرت آیت الله اراکی، د اندونیزیا خلق غونډې مشر ذوالکفلی حسن، اندونیزیا کې د ایران سفیر محمدی او د ایران، اندونزی، فیلیپین، برونئی، تایلند، مالزی هیوادونو نه ځنې نور سیاسي او علمی شخصیتونو شتون سره د اندونیزیا د پارلمان سالون کې پیل شوه.

د دې کانفرانس په شورو کې د اندونیزیا محمدیه سازمان نړیواله مرستې دفتر مشر بختیار افندی خپل تقریر کې د دې غونډې پیل کولو موخه د مسلمانانو ترمنځه یووالی او وحدت پیدا کول او زیاتول وټاکلو او وې ویل: په دې وخت مونږ د مسلمانانو ترمنځه اتحاد ته اړتیاوې لرو او په تېره منځني ختیځ کې چې حالات یی له انسانښت سره سمون نه لري هغه وویل: د منځني ختیځ مسلمانان د تکفیري ډلو په توطئه کې بندي دي.

په ادامه کې د اسلامی مذهبونو یووالی او نږدېکت نړیواله ټولنې مشر حضرت آیت الله اراکی چې د دې کانفرانس د پرانیستا تقریر کوونکې په توګه یی تقریر وکړو وویل: وحدت او یو والی واقعي اسلام ته د ستنېدو او د دښمن مخنیوي کولو او د اوسني اسلامی نړۍ ستونزې حل کولو بهترینه لار ده.

د اندونیزیا د خلق غونډې مشر ذوالکفلی حسن چې د دې کانفرانس بل تقریر کوونکې وو په اسلامی وحدت باندې تاکید وکړو او ټولو مذهبونو ته یی د یو بل احترام کولو تاکید وکړو.

دا کانفرانس په دوه برخو کې تقسیم شو چې په لومړۍ برخه کې په اندونیزیا کې د ناروې مسلمان هیواد سفیر إستیگ تراویک، د اندونیزیا د دین وزارت اسلامی لارښوونکې برخې مشر محاسن، د اندونیزیا د علی عدالت مخکې مشر حمدان زلفیو، د ایران بوشهر ولایت شورا اهل سنت غړي شیخ خلیل افرا او د اسلامی شورا غړې سید صادق طبا طبایی نژاد په کې تقریرونه وکړل.

د کانفرانس دویمه برخه چې د لمونځ نه پس پیل شوه په کې د ایران او نورو هیوادونو کسانو د خپلو مقالاتو په اړه تقریرونه وکړل او خپلې مقالې یی وړاندې کړي.

د فلسطین سیمې حقوق بشر ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې راپور کوونکې مکارم ویبیسونو، اندونیزیا کې د منځني ختیځ سیاسي کار پوهاند اسمیت الحدار، د اندونیزیا هدایت الله شریف پوهنتون فارغ تحصیل برخې تېر مشر ازیومردی عذرا، د ایران د سنندج ولایت د اهل سنتو امام جمعه شیخ امین راستی، او آیت‌الله سید محمدحسین شهرودی، له هغه شخصیتونو نه وو چې خپل مقالې یی په دې کانفرانس کې وړاندې کړې.

د دې خبر له مخې،د اندونیزیا بهرنې چارو وزارت مرستیال سلمان فارسی، د دې کانفرانس د پایی مراسم کې هیله څرګنده کړه چې دارنګه کانفرانس د مسلمانانو ترمنځه د وحدت زیاتوالي سبب وګرځې او یو سوله یز ژوند د مسلمانانو ترمنځه بلکې د نورو دینونو سره هم به تحقق پیدا کړي.

آیت الله اراکی هم د دې کانفرانس د پایی مراسمو کې تقریر وکړو چې په کې د پیغمبر اسلام صلی الله علیه و آله یو مهم وظیفه عدل ته اشارې سره وویل: د اسلامی مذهبونو یووالی او نږدېکت نړیواله ټولنې د «السنه النبویه فی مصادر المذاهب الاسلامیه» عنوان لاندې کتاب لیکلو سره د مسلمانانو ترمنځه اتحاد لپاره ځانګړې رول ترسره کړي.

هغه دا کتاب چې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د حدیثونو په رڼا کې لیکلې شوي ډېر مهم اثر وټاکلو چې د اسلامی مذهبونو د یووالی یوه نښه یی وګرځوله.

د دې خبر له مخې، د اسلامی مذهبونو یووالی او نږدېکت نړیواله ټولنې مشر آیت الله اراکي سره د خپلې غونډې اندونیزیا ته دوه ورځې سفر کې په دې کانفرانس کې د ګډون سره سره د وحدت غونډه کې هم ګډون کړي او هم دارنګه یی د اندونیزیا د شیعیانو ترمنځه تقریر کړي چې په کې آیت الله شهرودی هم تقریر کړي او له اندونیزیا جمهوری ریاست مرستیال یوسف کالا سره کتنه کړي او جاکارتا کې د جامعة المصطفی غړې سره یی هم لیدل کړي.

همدارنګه د ریویلیکا خبرونو ټولنې او ورځپاڼې ته او د VIVA ویوا خبرونو ته یی مرکه هم ورکړي او د اندونیزیا اسلامی پوهنځي کې شیعیانو شخصیتونو، استادانو او فعال کسانو ته تقریر کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3550722


captcha