IQNA

د قرآن قلمي نسخو په مصر کې موندل

1:11 - December 08, 2016
د خبر لمبر: 3480300
نړیواله ډله: د مصر د اوقاف وزارت غړې شیخ محمد طعلان د بحیره ولایت کې د قرآنی علمونو په اړه د « دمنهور » ښار په جومات کې یوه قلمي نادره نسخه موندلې ده.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د الیوم السابع خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، شیخ محمد شعلان، په دې اړه وویل: یو شمېر قلمي نادرې نسخې چې د قرآنی علمونو او عربۍ ژبی په اړه د مصر بحیره ولایت د دمنهور ښار په مکرم جومات کې موندلي شوې.

هغه زیاته کړه دا قلمي نسخې ډېر تاریخي ارزښت لري چې د مصر اوقاف وزارت له اړخه د قلمي، تاریخي او لرغونې مطبوعاتو را جمع کولو په هدف جوړ شوې غونډې ته ورکړلي شوي.

د مصر د بحیره ولایت اوقاف مشر څرګنده کړه: په دې کمیته کې چې د بحیره ولایت اوقاف ادارې مرستې سره جوړه شوي ځنې کسان له مرکزی کتابتون نه، د مصر دینی لارښود سازمان او د مصر اوقاف وزارت نه ګډون لري.

د مصر بحیره ولایت اوقاف ادارې دې کال د آبان میاشته کې هم د یو تاریخي قرآنی نسخې چې دغه ولایت په مرکز دمنهور ښار سیدی عطیه ابو الریش جومات کې ورته ملو شوي وې خبر ورکړې وو چې دغه تاریخی قرآنی نسخې علمی او کلتوری ارزښت سره د قرآن کریم قرائت او د تفسیر په اړه معلوماتو کې ډېره مهم دنده لري.

همدارنګه د دغې په اخیرنۍ پاڼو کې د قرآن کریم د ټکو د شمېر په اړه مطالب لیکې شوي چې دا په نورو قرآنونو کې مونږ نه وینو او دا په هغه وخت کې د دې قرآن یوه ځانګړیتیا به شمېرله کېده.

http://iqna.ir/fa/news/3551110


captcha