قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The News ورځپاڼې نه په نقل، د حضرت محمد صلی الله علیه و آله سره د مینې څرګنده کولو لپاره خلکو خپل کورونه، جوماتونه او بازارونه روښانه او سینګار کړي.
د میلاد جشن پروګرامونو اعلان لپاره ستر بینری او بورډونه نصب کړي.
د زدکړې بنسټونه او حکومت او نور ټولنیزه او دینی سازمانونه د میلاد النبي صلی الله علیه و آله مناسبت په اړه ځانګړې پروګرامونه د نعت مقابلې او د سلام او دورود شریف محفلونه پیل کولو پروګرامونه په نظر کې نیولي.
همدارنګه د میلاد په ورځه باندې د پاکستان مختلفو ښارونو کې لاریون هم پیل کېږي.
په فرانس کې د پاکستان سفارت پرون ۲۰ آذر باندې د میلاد النبی صلی الله علیه و آله به اړه یو جشن ترسره کړو چې هغې کې د پاکستان سفیر معین الحق د پیغمبر صلی الله علیه و آله د زدکړو او ژوند باندې تقریر وکړو.
هغه وویل: د حضرت محمد صلی الله علیه و آله پیغام خلکو ته د قرآن او د ژوند کولو ډول په طریقه خلکو ته وړاندې شو او په هغې کې د سولې، ورور ولی، نوښت او د مختلفو دینونو ترمنځه سوله یز ژوند نه علاوه بله څه نه وو.