قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Pakistan Observer ورځپاڼې نه په نقل، د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د سیرت او د علمي روزنې خبر د علامه اقبال پوهنتون مشر ځای ناستې پروفیسر شاهد صدیقي په نړیواله سیرت النبی صلی الله علیه و آله کانفرانس کې اعلان کړي.
شاهد صدیقي وویل: د دې پروګرام پر اساس، د ماسټرۍ محصلان او دوکتورا کوونکې به دا فرصت ترلاسه کړې چې د سیرت النبی صلی الله علیه و آله په هکله ځانګړې څېړنې وکړي.
هغه زیاته کړه: د سیرت النبی صلی الله علیه و آله نړیواله کانفرانس هر کال پیل کېږي چې په دې کانفرانس کې د نبوی حدیثونو پر اساس او دهغې په اهمیت باندې ترتیب ورکړي کېږي.
صدیقی وویل: دې سره سره، د سیرت النبی صلی الله علیه و آله په اړه لیکې شو د ښه کتاب کلنۍ جايزه پیل کېږي او د اسلامی مطالعاتو ځانګړې شمېره هم خپره کېږي.
د سیرت النبی صلی الله علیه و آله کانفرانس د دوه ورځو لپاره د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د زوکړې کلیزي سره سم د علامه اقبال پوهنتون کې پیل شو.
د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون مشر مختار احمد په دې کانفرانس کې د تعلیمي ادارو کړنو اهمیت، د استادانو او عالمانو له اړخه نوې نسل کې د قرآن کریم او نبوی سیرت په رڼا کې د صحیح لارې یون باندې تاکید وکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3553137