د کویټه مصباح الهدی قرآنی اکاډمۍ مشر عباس جعفري سره د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) مرکه کې هغوی د دې خبر اعلان وکړو چې: دا پروګرام د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د زوکړې میلاد په مناسبت او د وحدت اونۍ کې پیل کېږي، په دې پروګرام کې به له ۷ کلنو نه تر ۱۳ کلنو پورې ماشومان او ځوانان د اسلامی ښودنې او زمونږ مسؤولیت موضوع سره او د ۱۴ کالو نه زیات عمر لرونکې د قرآن کریم زدکړې او د هغې په ټولنې تاثیر موضوع لاندې د تقریرونو مقابلې پیل کوي.
هغه د پیغمبر صلی الله علیه و آله د میلاد مبارکې ورکولو سره زیاته کړه: دا مقابلې یو ښه فرصت دي چې خپل ماشومان او ځوانان د پیغمبر صلی الله علیه و آله لوړ شخصیت او د قرآن کریم ښودنو سره اشنا کړو.
د دې مقابلو پای ته رسېدلو پروګرام او د محصلانو ترمنځه د جایزو تقسیم د هفته په ورځ ۲۷ آذر باندې د پیغمبر صلی الله علیه و آله د میلاد په ورځه پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3553836