قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Christain in Pakistan خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې پروګرام کې مسلمانانو عالمانو د مسیح علیه السلام او د مسیح عالمانو د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د زوکړې مبارکې یو بل ته وړاندې کړه او تقریرونه یی وکړل.
پاکستانی کشیش ویکتور ساورا، چې د دې پروګرام پیل کولو مسؤولیت یی په غاړه وو، وویل: دا غونډه د مسلمانانو او د مسیحیانو اړیکې ته ودې ورکوي.
هغه زیاته کړه: مونږ هم انجیل او هم قرآن تلاوت کوو، د حضرت محمد صلی الله علیه و آله د زوکړې میلاد د مسیحیانو کورونو کې هم پیل کېږي او دا د نورو پاکستاني ښاریزو لپاره یو مثال دي.
هغه همدارنګه په دینونو او ملتونو کې د سولې او همغږۍ لپاره کوښښ کولو باندې زور ورکړو.
همدارنګه په ایتالیا کې د پاکستان سفارت کې هم د مسیح علیه السلام د زوکړې جشن د مسلمانانو او مسیحیانو په شتون کې پیل شو.
http://www.iqna.ir/fa/news/3556326