IQNA

کاناډا کې د حجاب نندارتون + انځور

16:50 - February 03, 2017
د خبر لمبر: 3480382
نړیواله ډله: د حجاب نړیواله ورځې پنځمه کلیزې په مناسبت، د څادرو او حجاب رنګي ډولونه نندارتون د کاناډا آلبرتا ولایت په پیت رپاند مرکز کې پیل کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) FMM Today خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د رنګی حجابونو نه ډک میزونه په دغه ستر مرکز کې اېښودلي شوي او د مختلفو دینونو او عمر ښځې ترې راټولې شوي.

راغلې د خپلې خوښې حجاب ځان لپاره را اخیستلې شي او له خوښولو نه ورستو یی د هدیه په توګه اخیستلې شی.

د حجاب نړیواله ورځ پیل کوونکې او دغه ورځ ټاکلې کران مالک خان وایي: د دې نندارتون پيل کولو هدف یوه زدکړه ده.

هغه زیاته کړه: کله چې جهل او ناپوهي لومړۍ ځای ترلاسه کړي، نو د ښودنې پروګرامونو پیل کولو ضرورت زیات شي.

مالک خان وویل: دا رنګه پروګرامونو یو ډول فضا جوړه کړي چې خلک راځي او مونږ نه د خپلو پوښتنو تپوسونه کوي، لکه حجاب څرنګه دي، ولی حجاب ضروري دي، مونږ د حجاب په اړه څه احساس لرو او مونږ د دې سوالونو ځوابونه ورکوو، تجربه د انسان بهترین لارښوونکې دي.

هغه زیاته کړه: که څه مرستې هم په دې اړه جمع شوي هغه به د شام خلکو ته لېږلي کېږي.

د حجاب نړیواله ورځ چې د امریکا یوې ماشومې مسلمانې له اړخه په امریکا کې د مسلمانانو ښځو په خلاف او تاوتریخوالی په اړه اعتراض سره کال ۲۰۱۳ کې ټاکلې شوي. هر کال په لومړي فروري(د دې کال ۱۳ بهمن) د امریکا په ټولو ښارونو او هم دارنګه په نورې نړۍ کې مختلف پروګرامونو سره ترسره کېږي.

یواځې تېر کال: علمي، ښودو او ټولنیزه بنسټونو له ۱۵۰ هیوادنو نه په دغه پروګرامونو کې ګډون کړي وو او دا پروګرامونه له نړۍ مفکرانو، سیاستوالو او نامتو شخصیتونو له دې پروګرامونو نه حمایت کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3568911


کاناډا کې د حجاب نندارتون + انځور

کاناډا کې د حجاب نندارتون + انځور

کاناډا کې د حجاب نندارتون + انځور

کاناډا کې د حجاب نندارتون + انځور

کاناډا کې د حجاب نندارتون + انځور
captcha