IQNA

یونیسف به میانمار کې د مسلمانانو ماشومانو خلاف تاوتریخوالي تعقیبوي

19:16 - February 08, 2017
د خبر لمبر: 3480389
نړیواله ډله: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) د بشري حقونو لپاره د عالي کمیشنر راپور څېړنې سره په میانمار کې د مسلمانانو ماشومانو سره د تاوتریخوالی په اړه په ستره توګه تحقیقات ترسره کوي.
یونیسف به میانمار کې د مسلمانانو ماشومانو خلاف تاوتریخوالي تعقیبوي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق د عالي کمیشنر راپور له مخې د ملګرو ملتونو سازمان په میانمار کې د مسلمانانو‍ حالاتو باندې اندېښنه څرګنده کړه.

یونیسف په دې بیانه کې د دغه کسانو چې د میانمار د ماشومانو سره یی دا رنګه وحشي او د تاوتریخوالي نه ډک کار کړي نیولو او د دغه ماشومانو د بیا روغتیا، روحی او رواني روغتیا باندې تاکید وکړي.

یونیسف په دې بیانیه کې، د میانمار د شمال آراکان سیمې مسلمانانو ماشومانو خلاف په څرګنده توګه تاوتریخوالی او تیري په اړه ویلې دی چې په هيڅ ډول د منلو وړ نه لرې او له دغه ماشومانو نه حمایت له دې نه پرته چې د کوم دین او مذهب منوونکې دې او یا کوم نژاد نه دي د دوې حق دي.

د ملګري ملتونو د بشري حقونو لپاره د عالي کمیشنر راپور چې د روهینګیا مسلمانانو خلاف شوې ظلمونه بې رحمانه او ویجاړوونکې "بولي.

دې راپور کې د ماشومانو قتلول، وحشت او ظلم، د خلکو تښتونې او همدارنګه نور د بشري حقونه چې میانمار کې ترې سرغړونو کېږي ورباندې تاکید شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3570785


captcha