قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، د پاکستان سند ولایت په سیون شریف کې د لعل شهباز قلندر انګړ کې د زرګونو اهلبیت علیهم السلام او د نبوت او امامت عاشقانو د ماتم او د زیارتونو او قبرونو نه دفاع کولو په اړه کنفرانس پيل کړو.
دې مراسمو کې د مجلس وحدت مسلمین پاکستان عالمانو او چارواکو د دې یووالی او وحدت او د الله د اولیاؤ د قبرونو او زیارتونو نه دفاع او د وحدت کنفرانس پيل کولو باندې د شیعه او سنی مسلمانانو نه ستاینه وکړه او تاکید یی پرې وکړو.
عالمانو همدارنګه مسلمانانو ته د اسلام دښمنانو دسيسو په مقابله کې د هوښیارتیا او د اسلامی مذهبو ترمنځه د تفرقه او ډله ډلبندۍ نه ځان ساتنې ته دعوت کړل.
عالمانو ګډون کوونکې مسلمانانو ته د خپلو عقیدو او باورونو ارزښت ژوندی ساتلو باندې هم تاکید وکړو او په حکومت یی نیوکه وکړه او وې ویل: حکومت د دې په ځای چې د امنیت ساتلو په بهانه د الله د اولیاؤ مزارونه بند کړي باید د تکفیریانو او د افراطی ډلو مرکزونه دی بند کړي، ځکه چې د الله دا اولیاء وو چې په دې سیمه کې یی د اسلام، امنیت، سوله او مینه خپره کړې وه او تبلیغ یی کړي وو.
د دې راپور له مخې، د زیارتونو او د مزارونو دفاع کنفرانس په پایی کې چې د پاکستان مجلس وحدت مسلمین ګوند مشر حجت الاسلام راجا ناصر عباس جعفری، پاکستان مجلس وحدت مسلمین ګوند د سند ولایت مشر حجت الاسلام مقصود علی دومکی او د پاکستان مجلس وحدت مسلمین ګوند د بلوچستان ولایت غړي سید محمد رضا په شتون سره پيل شو د اهلبیت علیهم السلام په زرګونو عاشقانو د سید الشهداء علیه السلام عزادارۍ سره پيل کړو.
یادښتونه: عثمان مرندی چې لعل شهباز قلندر باندې مشهور دی په کال ۵۸۳ هجري (۱۱۸۷ میلادي) کې د مرند شرقي آذربایجان په سیمه کې سید کبیر کورنۍ کې زېږېدلې وو او په کال ۶۲۲ هجري کې د پاکستان ملتان ښار کې مېشت شوي وو او د اسلام په اړه یی په ستره توګه فعالیت کولو.
د دې عارف زیارت د پاکستان د سهوان یا سیوان ښار کې چې د پاکستان او د ټولې نړۍ له زرګونو زائرانو او د عاشقانو د زړه کعبه ده په ۲۸ بهمن باندې د داعش تکفیري ډلې له اړخه چاودنه شوي وه او په دغه ځانمرګی چاودنه کې تقریباْ ۹۰ کسان شهیدان او ۱۵۰ کسان ژوبل شوي وو.