IQNA

اروپا کې د اسلام نه وېرولو پدیده قانونی کولو په هکله خبردارې

15:29 - April 03, 2017
د خبر لمبر: 3480456
نړیواله ډله: اروپا کې د اتحادیه وزیر او د ترکی په دغه اتحادیه کې سره یوځای کېدو په اړه د ترکیې مشر مذاکره کوونکې عمر چلیک په اروپا کې د اسلام نه وېرولو پدیده قانونی کولو په هکله خبردارې ورکړه.
اروپا کې د اسلام نه وېرولو پدیده قانونی کولو په هکله خبردارې

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، د ترکی یو سازمان چې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه څېړنې نوم لرې یو راپور « په اروپا کې د اسلام نه وېرولو » عنوان سره تیار کړې چې د دې راپور مختلفو اړخونو څېړنې لپاره یو نندارتون په ترکې کې پیل شو. 

عمر چلیک په دې نندارتون کې خپلو خبرو کې وویل: د اروپا د عدالتی اتحادیه اخیرنۍ حکم چې په کې کارګمارونکو ته اجازه ورکړي چې کارکوونکې ښځو ته حکم له حجاب منعې کولې شي دا به په اروپا کې د اسلام نه وېرولو پدیدې ته قانونی لاره هواره کړې.

هغه زیاته کړه: دا حکم غلط او اندېښنه لرونکې دې او تبعیض قانونی کولو لپاره لاره هواره وې او د دغه ښځو چې د اروپا د اتحادیه هیوادونو کې کار کوې په ژوند باندې اثر لرونکې دي.

عمر چلیک خپلو خبرو کې تاکید وکړو: اسلام نه وېره پېښو د اروپا د مسلمانانو په ورځني ژوند کې وده پیدا کړې او د ترهګریزو ګواښونو او د کډوالو بحران هم په دې پېښو کې اثر لرلې.

د اروپا اتحادیی عدالت، تېر کال په ۲۴ اسفند باندې کارګمارونکو ته دا حق ورکړې وو چې د کار په ځای کې کولې شي چې کار کوونکو له حجاب او نورو مذهبي سمبولونه نه منع کړي.

دا حکم د اروپا د اتحادیه عدالت نه د دوه مسلمانانو ښځو په نیوکې سره چې له فرانس او بلژیک نه یی کړې وو صادر شو چې له کار نه څنګ ته کېدل یی حجاب د ځنې کارګمارونکو له اړخه د تبعيض سره چلند ښودلې وو.

http://iqna.ir/fa/news/3586253

captcha