IQNA

د مالیزیا قرآنی نړیواله مقابلو پیل کولو وخت وټاکلې شو

22:38 - April 04, 2017
د خبر لمبر: 3480458
مقابلې ډله: د مالیزیا هیواد قرآن نړیواله مقابلو ۵۹ دوره به د راروانې میاشت اردیبهشت په اخیرنۍ ورځو کې پیل کېږي.
د مالیزیا قرآنی نړیواله مقابلو پیل کولو وخت وټاکلې شو

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مالیزیا هیواد قرآن نړیواله مقابلو ۵۹ دوره به د راروانې میاشت اردیبهشت له ۲۵ نه تر ۳۰ تاریخه پورې پیل کېږي.

هم پر دې اساس د مقابلو په دغه دوره کې د جمهوری اسلامی ایران رضوي ولایت نه قاری حامد علیزاده به د دې هیواد د غړی په توګه ګډون کوې. هغه د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو نړیواله مقابلو کې ګډون لپاره د مقابلو لسمې دوره کې د ایران د غړی په توګه د مالیزیا مقابلو لپاره انتخاب شوي وو. حامد د سراسر ایران قرآنی مقابلو کې چې په کال ۹۵ کې په ګیلان زیباکنار کې پيل شوې وې لومړۍ رتبه ترلاسه کړې وه او له هغې نه نړیواله مقابلو کې ګډون لپاره اجازه ترلاسه کړی وه.

د ایکنا راپور له مخې، سره د دې چې د ایران نه حامد علیزاده د دې هیواد د استازی په توګه دغه مقابلو کې شتون لري غلام رضا شاه میوه چی د قرآن کریم د قرائت استاد دی هم د لارښود استاد په توګه دغه مقابلو کې شتون لري.

د مالیزیا قرآن نړیواله مقابلې تراوسه ۵۸ دورې ترسره کړي چې د ایران قاریانو تراوسه ۱۰ دورو کې لومړۍ رتبه ترلاسه کړي، لومړۍ ځل د ایران له اړخه په دغه مقابلو کې لومړی رتبه په کال ۱۳۵۲ کې د مرحوم محمد تقی مروت ترلاسه کړې وه. همدارنګه عباس سلیمی د اسلامی انقلاب د کامیابي نه ورستو د ایران لپاره لومړی رتبه ترلاسه کړه، او اخیرنی ځل دا رتبه د شهید منا محسن حاجی حسنی کارګر له اړخه ترلاسه شوي.

دا مقابلې د ټول قرآن کریم حفظ برخه کې هم پیل کېږي خو ولی تراوسه دغه مقابلو کې د ګډون لپاره له ایران نه دعوت نه دی شوي.

captcha