قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د کفیل نړیواله ویبپاڼې نه په نقل، دا قرآنی محفل د کلنی کلتوري جشن امیر المومنین علیه السلام په څنګ کې او د امام علی علیه السلام، امام حسین علیه السلام، امامین عسکریین علیهما السلام او عباس علیه السلام د زیارتونو قاریانو په شتون کې پيل شو.
دا قرآن کریم سره د مینې محفل چې د هند په کلتته ښار په فضل النساء امام باړه کې پیل شو، چې د امام حسین علیه السلام د حرم موذن او قاری مصطفی الغالبی تلاوت سره شورو شو.
د مراسمو په ادامه کې د امام علی علیه السلام د سپېڅلې زیارت قاری شیخ محمد جاسم، او د امامین عسکریین علیهما السلام سپېڅلې زیارت قاری د قرآن کریم آیتونو تلاوت وکړو.
د حضرت عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت د قاری سید حیدر جلو خان په اواز کې د دعا کمیل قرائت او د امام علی علیه السلام مدح او د دغه امام فضایل او کرامات وړاندې کړل.
هند کې د امیرالمومنین علیه اسلام پنځمه کلنی کلتوری جشن د حضرت عباس علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د هند په کلکته ښار کې پيل شو چې تر ۲۶ فروردین پورې ادامه لرله.
د عراق نورو سپېڅلو زیارتونو د حضرت امام حسین علیه السلام زیارت د حضرت امام علی علیه السلام زیارت او د امامین عسکریین علیهما السلام او همدارنګه د هند شیعیانو هم د دې جشن پيل کولو کې همکاري وکړه.
د کتابونو نندارتون، د نړیواله قاریانو شتون سره د قرآن محفل، له جوماتو او امام باړو نه کتنه هم د دې جشن د پروګرامونه برخه وه.
http://iqna.ir/fa/news/3589443