IQNA

تګزاس کې د ځوانانو د قرآن ځانګړې مقابلې

19:13 - April 18, 2017
د خبر لمبر: 3480481
نړیواله ډله: د قرآن کریم حفظ، قرائت او تفسیر مقابلې د تګزاس ولایت په دالاس ښار د امریکایی مسلمانانو کلنی غوندې دیارلسم کانفرانس سره په څنګ کې پيل کېږي.
تګزاس کې د ځوانانو د قرآن ځانګړې مقابلې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Muslim congress خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د امریکا د مسلمانانو کلنې غوندې دیارلسم کانفرانس د دې کال ۲۷ نه تر ۲۹ کال پوری د «د اسلام پیغام، عشق» عنوان لاندې پیل کېږي.

د مسلمانانو ستر عالمان به دغه کانفرانس کې شتون سره د دین اسلام حقیقي پیغام په اړه تقریرونه وړاندې کوې.

د دې کانفرانس سره سره ځنې پروګرامونه به هم د دې په څنګ کې لکه د ګډون کوونکو طبې چک اپ، د هر عمر کسانو لپاره هنري مقابلې، یوې اسلامی فضا کې د عالمانو او مسلمانانو سره خبرې اترې او د قرآن کریم کلنی مقابلې هم پیل کېږي.

دا مقابلې ځوانانو ته د قرآن کریم سره نور زیات اړیکې نیولو او ترغیب هدف سره په دوه برخو د شپاړس کلنو نه کم عمر او مشرانو لپاره په درې برخو قرائت، حفظ او تفسیر کې پیل کېږي.

د امریکې مسلمانانو غوندې د قرآن کریم د مقابلو لومړي دوره څلور کاله مخکې په کال ۱۳۸۲ کې د امریکایی مسلمانانو نړیواله ټولنې په نهم دوره کې د «اسلام پیغام روړونکې، د نړیواله لپاره د رحمت» عنوان لاندې په لاس آنجلس ښار کې پيل کړې وو.

د دې دورې د نوې ګټونکو نومونو اعلان به د «د اسلام پیغام عشق» کانفرانس په اخیرنۍ ورځ باندې کېږي. .

د امریکې مسلمانانو غونډه یو غیر حکومتي سازمان دی چې د مسلمانانو مرستو سره اداره کېږي، دا سازمان له کال ۲۰۰۵ نه د هغه اسلامی ښودو خپرول کوې کوم چې مونږ ته د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د اهلبیت علیهم السلام نه را رسېدلي او دا سازمان هیڅ یو بهرنې او دنننى سازمان سره تړون نه لري.

captcha