قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، د حضرت باب الحوایج امام موسی کاظم علیه السلام د عزاداري او د غم مراسم نن د پاکستان په مختلفو جوماتونو او امام باړو کې پیل شو.
هم په دې اړه د کویټه په سید آباد امام باړه کې د تقریر، عزاداري، نوحه خواني او د اهلبیت علیه السلام د ذکر مراسم د کویټه ښار امام جمعه حجتالاسلام والمسلمین غلامحسین وجدانی شتون سره ترسره شو.
همدارنګه د دغه هیواد په نورو ښارونو کراچۍ، لاهور، راول پنډۍ او پېښور په جوماتونو او امام باړو کې هم د شیعیانو د اووم امام د شهادت مراسم پیل شو.
په دغه مراسمو کې د امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت کلیزه لمانځلو سره عالمانو، عزادارو، ذاکرانو او مداحانو د امام موسی کاظم علیه السلام ژوند باندې هم رڼا واچوله.
پرون ۲۵ رجب د امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت کلیزه وه چې د هجرۍ په کال ۱۸۳ کې شهید شوي وو، او شیعیان په ټولو هیوادونو کې هم په دې مناسبت سره عزاداري او غم ترسره کوي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3591815