قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د thejakartapost خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د باتیک هنرمندو یوې غونډې د اندونیزیا جاوه مرکزی ولایت په ساراکارتا ښار کې په لویان نومې کلې کې د ساروونو چې په نونو مشهور ۶۲ کلیزه هنرمند دی د څارنې لاندې د قرآن کریم پر ورېښمینو سپینو پاڼو باندې چې 90*70 سانتي مېټر ابعاد لري د کادوس خط سره د لیکلو پروژه تېر کال شورو کړې او تراوسه یی ۹۰ پاڼې له دغه قرآن کریم نه لیکلې دی.
نونو دې بیان سره چې د کادوس خط له عثمانی خط نه سخت دی وویل: د عثمانی خطاطی کې په پاڼه باندې یواځې یو ګوزار ته اړتیا ده، خو ولی د کادوس خط سیسټم په بېلابېلو برخو کې مختلفه صخامت لري، د یوې پاڼې تکمیل لپاره دوه یا درې د قلم ګوزار ته اړتیا وې.
هغه زیاته کړه: تر هر ممکنه نه باید د قرآن کریم آیتونو په لیک کې غلطې وشي له دې نه ورستو چې یوه پاڼه به موم باندې تیاره شی، د خشک کېدو نه مخکې په موم لیکلې شوې آیتونو څېړه کېږي او تېروتنې اصلاح کوو.
نونو څرګنده کړه: له خشک کېدو نه ورستو پاڼه ۵ ځلې په یو سور محلول د سوګا لرګي سره اچولې کېږي چې تیز نصواري رنګ کې څرګنده شی.
دا ټیم غواړې چې د پروژې پایی ته رسېدو لپاره د یوې اسلامی مدرسې طالبانو مرسته ترلاسه کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3611575