IQNA

د روهنیګیا د کډوالو په کمپ کې د روهینګیا د ماشوم قرآن لوستل + انځور

23:00 - October 01, 2017
د خبر لمبر: 3480706
نړیواله ډله: د روهینګیا مسلمان ماشوم په څادر کې چې د مدرسې په عنوان د بنګلادېش په کوتوپالونګ کډوالو کمپ کې ترې استفاده کېږي د قرآن کریم آیتونو قرائت کوي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د AP خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مسلمان ماشوم چې شیخ احمد نوم لري د قرآن کریم لوستلو نه ورستو دعا لپاره لاس اوچته وې او له سترګو یی اوښکې روانې دي.

د کوتوپالونګ په کمپ کې د روهینګیا مسلمانانو لپاره په دې وروستيو ورځو کې شورو شوې.

شیخ احمد د هغه ټولو ظلمونو ځپلو لپاره چې د کومو ظلمونو له مخې یی کورنۍ کډوال شوې دعا وکړه.

د شیخ احمد کورنۍ د روهینګیا د زرګونو کورنو نه یوه ده چې په تېره میاشته کې یی د مسلمانانو قتل او ظلمونو له مخې بنګلادېش ته کډوال شوې.

انځورګر اسوشیتد پرس کله چې له هغه نه پوښتنه وکړه چې مدرسه کې دې ولې ژړل نو د هغه سترګو نه بیا اوښکې روانې شوې او وې ویل خپل مورني وطن پسې ژړا کوم.


http://iqna.ir/fa/news/3646092


captcha