قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)،حسین امیر عبداللهیان بېګا د ایران د وړومبی ټیلی ویژنی چېنل « یو نظر » نومې پروګرام کښې د حسینی (ع) اربعین د لاریون سیاسی اثراتو ته په اشارې سره وویل: په داسې حالاتو کښې چې په سیمه او له سیمې نه په بهر کښې کورنیو فتنو ته د لمن وهلو لپاره زیات کوششونه کیږی، د اسلام په مقدسې نامې سره د اربعین لاریون په اسلامی نړۍ او د اسلامی هېوادونو ترمېنځ یو معنوی ارزښت او د نظر یووالے رامنځته کوی.
هغه له سعودی څخه د لبنان د وزیراعظم سعدالحریری د استعفا اعلان ته هم اشاره وکړه او وې ویل: په 2011 کال کښې د اسلامی بېدارۍ په شروع کېدو سره امریکه ، اسرائیل او سعودی په مختلفو طریقو او حربو سره د هېوادونو د کمزوری کولو او په خپله ګټه د سیمې د انډولونو د بدلولو کوشش کوی.
حسین امیر عبداللهیان داعش د امریکائی، سعودی او صهیونېسټی محور وړومبنے اوزار وبلۀ او زیاته یې کړه: د مقاومت د محور په لاسو د داعش له ماتې وروسته امریکه،سعودی او صهیونېسټ رژیم د عراق او سوریې د تقسیمولو چلند شروع کړ او کله چې یې ولیدل دغه منصوبه عملی نه شوه نو د لبنان مرحلې ته داخل شول.
سعد حریری د نومبر د روانې میاشتې په څلورمه نېټه چې په ریاض کښې یې ولوسته د لبنان له وزیراعظمۍ استعفا ورکړه. د زیاترو لبنانی چارواکو او کارپېژاندو په باور د حریری استعفا د سعودی تر دباو لاندې او د لبنان په دننه او بهر کښې حزب الله ته د زیان رسولو په هدف سره ترسره شوې ده.
parstoday