قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رییس عبدا... عبدا... نن د افغانستان د حکومت او ولس په استازیتوب د تیرې شپې په زلزله کښې د سلګونو کسانو د مړینې په وجه د ایران د اسلامي جمهوریت او د عراق خلکو ته تسلیت ووایه.
افغان ولسمشر اشرف غني په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې د ایران او عراق په ګډو سرحدي سیمو کښې له بیګانې زلزلې سخت خواشینۍ شوی دی.
همداشان د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران او عراق له زلزله ځپلو سره خواخوږي وښودله.
د پاکستان خارجه وزیر خواجه محمد آصف د ایران په لویدیځو سیمو او ورسره د عراق په سرحدي سیمو کښې د زلزلې له غمجنونکې پیښې د خواشینۍ په ښودلو سره وویل چې د پاکستان حکومت او ولس په دې سخت او خواشینونکي وخت کښې د ایران او عراق د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.
parstoday.com