قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایران له اړخه د امارات د قرآن کریم د ښځو ځانګړې نړیواله مقابلو په دویمه دوره کې استازې د آبان میاشتې ۲۵ تاریخ د زیارت په ورځ په خپلې لومړي ارزونې کې ګډون وکړو او د داورانو ډلې له یی د پوښتنو ځوابونه ورکړل، هغې په دې برخه کې د پنځه پوښتنو په ځواب کې د قرآن کریم مبارکه سورتونو«نسا»، «هود»، «مومنون»، «غافر» او «صف» نه بې له څه غلطي ځوابونه ورکړې.
همدارنګه د لومړي پروګرام پر اساس چې اعلان شوې وه، د ایران استازې به د مقابلو په دې دوره کې له منګل په ورځ دویم آذر باندې د دغه مقابلو په اصلې سالون کې ګډون کوو چې د داورانو د ډلې ځوابونه یی ورکړې وې، خو ولی تېره شپه یوه نوې خبرتیا خپره شوه چې د هغې پر اساس د ایران استازې باید د هفته په ورځ په لومړي آذر باندې خپل مقابلې پیل کوي، هم په دغه ورځ چې د ایران استازې له د داورانو پوښتنو ته ځواب ورکوي د کشورهای الجزایر، لیبی، اوګاندا، جیبوتی، قرقیزستان و بوسنی او هرزګوین استازی به هم د داورانو ځوابونه ورکوي.
د امارات د قرآن کریم د ښځو ځانګړې نړیواله مقابلو په دویمه دوره چې له ۲۱ آبان نه شورو شوې او هره ورځ اووه کسان په مقابلو کې شتون لري او خپلې مقابلې پيل کوي د ۷۵ هیوادونو نه مقابله کوونکې شتون لري.
د ایران له اړخه مېرمنه زهراء سادات حسیني په دغه مقابلو کې ګډون کړي او هغه ۲۴ آبان د چهارشنبه په ورځ امارات ته تلې ده.
د امارات د قرآن کریم د ښځو ځانګړې نړیواله مقابلې چې د شیخ فاطمه بنت مبارک په نوم پېژندلي کېږي تر دریم آذر پورې ادامه لري.
http://iqna.ir/fa/news/3664024