IQNA

په سری لانکا کې د اسلام خلاف تاوتریخوالی نه د سترګی پټولو خطرونه

20:46 - November 24, 2017
د خبر لمبر: 3480812
نړیواله ډله: په سری لانکا کې د ملتپاله بودائیانو له اړخه د اسلام خلاف تاوتریخوالی زیاتېږي، که څه هم د دغه هیواد حکومت له دې نه مخې چې حالات یی له کنټرول نه بهر شي میدان ته راغلې دي، خو ولی بیا هم مهم ګام یی نه دی پرته کړي.
په سری لانکا کې د اسلام خلاف تاوتریخوالی نه د سترګی پټولو خطرونه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د TRT World خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په ورستو کلونو کې د مسلمانانو نه د نفرت جرایم په سری لانکا کې له توقع څخه ډېر رقم شوي.

په اخیره کې هم یو افراطی بودایی ډلې «بودو بالا سنا» (BBS) د جوماتونو او د مسلمانانو خلاف د حملو لارښودنه کړي او هم په دې میاشته کې د «جینتوتا» (Gintota) ښار د یو مسلمانان په دوکان کې بم چاودنه کړي ده.

بودو بالا سنا (Bodu Bala Sena) افراطی ډلې مشر «گالاگودا آته گنانسارا» (Galagoda Atte Gnanasara د مسلمانانو خلاف د بریدونو ترغیب ورکوونکو نه دي او په نتیجه کې د سری لانکا په «الوتهگاما» (Aluthgama) ښار کې بریدونه کېږي او د مسلمانانو کورونو او پټو ته اور اچولو کې ۸۰ ژوبل او ۴ کسان وژلي شوي.

د سری لانکا فعال او خبریال ترتیب سره د دې حالت د حل لپاره د ناکامۍ په اړه خبرې کوي او د مسلمانانو خلاف نفرت ته هوا ورکولو مخنیوي لپاره د اقداماتو غوښتنه کوي.

گنانسا څو ځلې د میانمار افراطی بودایی «آشین ویراتو» (Ashin Wirathu) چې د مسلمانانو خلاف ۹۶۹ غیر انساني کمپاین پیل کړي او له دې لارې یی په میانمار کې د مسلمانانو له منځه وړلو لپاره لاره اواره کړي، لمانځلې او اوس په میانمار کې د مسلمانانو له منځه وړلو نه ورستو د اسلامی خلاف دغه کمپین په سری لانکا کې پیل کوي.

د سری لانکا ۲۰ ملیونی ټولنه کې مسلمانان ۱۰٪ دی او د دغه هیواد اکثریت بودائیانو سره دي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3665499


captcha