IQNA

حزب الله ولې د سترګو ازغے دے؟

23:23 - November 25, 2017
د خبر لمبر: 3480816
نړیواله ډله: د پاکستان دنیا ورځپاڼې د دغه هېواد د مشهور لیکوال ایاز امیر په قلم په یوې مقاله کښې لیکلی دی: د حزب الله د ګناهونو لېسټ ډېر اوږد دے. وړومبے دا چې شیعه دے چې دا ګناه یې هم د معافۍ او بخښنې وړ وه خو که دغه تنظیم دومره جنګیالے نه وې.
حزب الله ولې د سترګو ازغے دے؟
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایران راډیو نه په نقل، حزب الله خپله خبره د جنګ په مېدان کښې ثابتوی، د نورو عربو فوځونو په اپوټه چې په هر جنګ کښې یې له اسرائیلو ماتې خوړلې ده. حزب الله په مېنځنی ختیځ کښې یوازېنے فوځی قوت دے چې نه یوازې یې د اسرائیلو په مقابل کښې جنګ کړے بلکه اسرائیلو ته یې ماتې هم ورکړې ده چې دغه ویاړ د هیڅ عربی فوځ په برخه شوے نه دے. دویمه دا چې حزب الله ایران ته نزدې دے او ایران له دغه تنظیم سره مرسته کوی او د دواړو ګډ ټکے دا دے چې شیعه دی، خو د دغو دواړو (ایران او حزب الله) ترټولو ستر ګډ ټکے له اسرائیلو او امریکې سره د هغوی دښمنی. اکثر عربی هېوادونه نه یوازې امریکې ته نزدې دی بلکه د امریکې حکومت یې بادار او محافظ دے. له اسرائیلو سره د اکثرو عربو هېوادونو دښمنی یوازې لفظی ده او په عمل کښې یې ورسره معاهده کړې ده. البته ایران او حزب ا... له څو اړخو له امریکې او اسرائیلو سره د جنګ په حال کښې دی. مونږ وکتل چې سوریه له څه حالت سره مخامخه شوه، امریکې او نورو عربو هېوادونو غوښتل، د بشار الاسد حکومت نسکور کړی، خو حزب الله یې مرستې ته ورودانګل او د دغه تنظیم فوځی دستې سوریې ته لاړې او د داعش او نورو ترهه ګرو په خلاف یې په جنګ کښې شرکت وکړ او قربانۍ یې ورکړې او هم دغه کار ایران هم وکړ او روسیه هم په فوځی قوت سره د بشارالاسد ترڅنګه اودرېده. که څه هم په سوریې کښې په بشپړه توګه امنیت ټینګ شوے نه دے خو بشارالاسد پکښې برلاسے دے او ټولو هغو تدبیرونو چې د هغه د څنګته کېدو لپاره غوره کړې شوی وو ماتې خوړلې ده.
که ایران ، حزب الله او روسیه د قضیې یو طرف ته وو نو امریکه، سعودی او قطر او تر یوۀ حده ترکیه بل لوری ته وو، که څه هم ترکیې اوس د حالاتو د جبر په خاطر په خپل سیاست کښې بدلون راوستلے دے او د دغه هېواد ولسمشر اردوغان اوس هغه خبرې نه کوی چې مخکې به یې کولې چې بشار الاسد باید څنګته شی. طبیعی خبره ده چې سعودی عرب له دې حالته سخت اندېښمن دے او په سوریې کښې د بشارالاسد کامیابی د ایران او حزب الله کامیابی بولی. په عراق کښې هم ایران له څو لحاظه نفوذ لری، بالاخره ایرانی ځواکونو له داعش سره په جنګ کښې مهم کردار ادا کړے دے او جنرل قاسم سلېمانی په عراق او سوریې کښې د فوځی عملیاتو قوماندانی کړې ده. سعودی عرب دوه کاله وشول د خپلو څو عربو هېوادونو په ملګرتیا سره په یمن باندې جنګ مسلط کړے دے د دې لپاره چې د یمن له شمال څخه د حوثیانو تسلط ختم کړی خو د سعودی د خوښې او زر نتائجو په ځاے اپوټه نتائج رامنځته شول او سعودی اوس د یمن په جبه کښې ګېر شوے دے. د سعودی ولیعهد محمد بن سلمان په ځاے د دې چې پام یې په یو محاذ باندې متمرکز کړے وې څو محاذونه یې خلاص کړی دی. په یمن کښې د مداخلت اصلی عامل یعنې محمد بن سلمان په عېن حال کښې غوښتل قطر هم په ادب کړی، مصر او اماراتو هم له سعودی سره ملګرتیا وکړه، د قطر د ادب کولو علت له ایران سره د دغه هېواد تعلقات دی او دا چې قطر له هغو تنظیمونو سره مرسته کوی چې مصر ترې ګیله من دے. دغه بهرنی محاذونه لا تودۀ وو چې شاهزاده محمد بن سلمان یو کورنے محاذ هم خلاص کړ چې علت یې مالی فساد اعلان کړ، په داسې حال کښې چې اکثر په دې باوری دی چې هغه (محمد بن سلمان) غواړی خپل سیاسی مخالفین وځپی. لا د کورنی محاذ غږونه غلی شوی نه وو چې شاهزاده محمد بن سلمان یو بل کار هم وکړ او هغه دا چې د لبنان وزیراعظم سعد حریری یې راوبلۀ او په هغه یې دباو راوړۀ چې خپله استعفا اعلان کړی. د فرانسې ولسمشر ایمونیل مېکرون یې مرستې ته ورودانګل او هغه یې فرانسې ته راوبلۀ. دا ډرامه ولې وشوه؟ ځکه چې سعودی غواړی په لبنان کښې بدلون رامنځته کړی چې په دغه هېواد کښې د حزب ا... نفوذ او تاثیر کم کړی. د لبنان د حکومت په کابینه کښې د حزب الله وزیران له خپلو پوسټونو څنګته شی. دا د ماشومانو غوښتنې دی، سعد حریری چې مجبو ؤ ځکه چې په یو وخت د لبنان او سعودی دواړو شهریت او تابعیت لری او همدارنګ د اوجر نومې شرکت سېسټم یې له مالی مشکلاتو سره مخامخ دے او خپلو زرګونو کارکونکو ته تنخواګانې هم نه شی ورکولې. سعد حریری پکار دی داسې کار کړے وې چې سعودی غوښتۀ، البته حزب الله سعد حریری نه دے هغه پکار دی یو داسې کار کړے وې چې په ګټه یې ؤ ، هر کله چې حزب الله د امریکې او اسرائیلو خبرې ته غوږ نه ږدی نو سعودی شاهزادګانو خبره به څه اوری.
د ویلو ده چې اسرائیلو د لبنان د جنوب یوه برخه قبضه کړې وه هیڅ وخت یې نه غوښتل له هغه ځاے څخه ووځی خو هغه مقاومت چې حزب الله یې ښودنه وکړه اسرائیل یې له دغې سیمې څخه په وتلو مجبور کړ او بیا په 2006 کال کښې په رسمی توګه د حزب الله او اسرائیلو ترمېنځ 33 ورځنے جنګ شروع شو اسرائیلو چې هر څومره زور لرۀ په دغه جنګ کښې یې استعمال کړ او بیروت په شمول د لبنان په مختلفو ښارونو یې سختې بمبارۍ وکړې چې له کبله یې تقریباً یو زر دوه سوه عامه لبنانیان ووژل شول، خو حزب الله د جنګ په مېدان کښې اسرائیلو ته داسې درس ورکړ چې اسرائیل په ټول تاریخ کښې ورسره نه ؤ مخامخ شوے او یو نیم سل اسرائیلی فوځیان هم په دغه جنګ کښې هلاک شول چې دا اسرائیلو ته یو سخت ګوزار ؤ. لکه څنګه چې پاکستان الخالد ټېنک لری دغسې اسرائیل هم میرکاوه ټېنک لری او په څو نښتو کښې یې میرکاوه ټېنکونه استعمال کړل او د حزب الله مجاهدین به هم ورنزدې کېدل او په ټېنک ضدو توغندیو سره به یې دغه ټېنکونه تباه کول.
له دغه جنګ نه پس په هآرتص اسرائیلی ورځپاڼه کښې یو رپوټ خپور شو چې پکې ولیکل شول چې یو اسرائیلی جنرل ځوانو اسرائیلی فوځی افسرانو ته په خطاب کښې حزب الله ته بدې ردې وویلې خو اسرائیلی فوځی ځوانانو ورته په ردعمل کښې وویل، مونږ له حزب الله سره وجنګېدوو هغوی مېړنی جنګیالی دی.
او اوس دغه حزب الله په سوریې کښې له داعش سره په جنګ کښې له کامیابۍ نه پس له مخکې نه زیات طاقتور شوے دے. پاکستانی فوځی افسران په ډېرې مینې سره د فوځی ټرېننګ لپاره امریکې او برطانیې ته ځی، دوی هلته څه ټرېننګ کوی او څه زده کوی؟ پاکستانی فوځی افسران پکار دی د حزب الله له لارې زدکړې حاصلې کړې او درس ترې واخلی چې څۀ ډول منظم شو، د قوماندانۍ او مشرۍ رول یې څه ډول ؤ او څه رنګ د امریکې او اسرائیلو په مقابل کښې ټېنګ اودرېد؟ یوه خبره چې مې هېره شوې وه دا ده چې د حزب الله د مشر سیدحسن نصرالله زوے هم په یو جنګ کښې وژل شوے دے، کله چې سید حسن نصرالله د دغه جنګ د مړیو لیدو ته ورغے نو د نورو مړو په اندازه یې د خپل زوے دیدار هم وکړ، کېدې شی په تنهائۍ کښې یې ژړلی وی خو د ټولو په مخکې یې د خپل زوے لپاره یوه اوښکه هم له سترګو و نه څڅېده. د چین د مشر مائو زوے د کوریا په جنګ کښې ووژل شو خو جنګ لا روان ؤ دغه مسئله له مائو څخه پټه وساتلې شوه او څه موده پس په کوریا کښې د چین د فوځ قوماندان د مائو لیدو ته لاړ او ورته یې وویل، افسوس چې ستا د زوے ساتنه مو ونه کړې شوه، مائو چې کله خبر شو چې زوے یې وژل شوے دے نو د مخ رنګ یې بدل شو او د بې هوشۍ حالت پرې غالب شو خو زر یې ځان راغونډ کړ. خو زمونږ د عربو مشران چې په فساد او عیاشو کښې ډوب دی او د اسلامی نړۍ هیڅ فکر ورسره نشته خو که څوک نرتوب او مېړنتوب پېدا کوی نو هغوی هم نه شی زغملې.

captcha