IQNA

په اندونیزیا کې د اسلام او عصري علمونو کانفرانس پیل شو

0:07 - November 26, 2017
د خبر لمبر: 3480818
نړیواله ډله: د اندونیزیا په الازهر پوهنتون کې د عصري علمونو پرمختګ په اړه د «د عصري علم د تیوری له نظره د اسلامی معرفت پېژندنه» عنوان سره کانفرانس پيل شو.

په اندونیزیا کې د اسلام او عصري علمونو کانفرانس پیل شوقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Netral News خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د عصري علم له منظره د الهي وحي حقیقت ترلاسه کولو لپاره د څېړنې هدف سره او همدارنګه د عصري علم تیوری او د اسلامی علم پوهنو ترمنځه د همغږۍ هدف سره پیل شو.

د اندونیزیا الازهر پوهنتون مشر آصپ سیف الدین په دې کانفرانس کې د قرآن کریم مختلف اړخیزه اهمیت ته اشارې سره وویل: مونږ اعتقاد لرو چې قرآن کریم یواځې یو عبادتي کتاب نه دي بلکې د انسان د روزانه ژوند مختلفو اړخونو سره اړوند لرونکې کتاب دي.

هغه دې بیان سره چې د قرآن کریم ډېر آیتونه د ټکنالوژي علم پرمختګ په اړه د مطالعې وړ ګرځېدلي، د قرآن کریم د مفهومونو په مختلفو علمونو کې استفاده کولو باندې تاکید وکړو.

د عصري علم تیوری له نظره د اسلامی معرفت پېژندنې کانفرانس د پوهنتونونو د استادانو او ۲۵۰ کسانو ګډون سره د اندونیزیا په الازهر ښار کې پیل شو.

http://iqna.ir/fa/news/3665856


captcha