قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کښې دطالبانو په مرکزونو د داعش ډلې په حملې سره له تیرو څلورو(۴) ورځو راهسې ددغو دوو(۲) ډلو ترمینځ جنګونه پیل شوی چې اوس هم دوام لری .
ننګرهار ولایت د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو اصلی مرکز ګڼل کیږی .
امریکا د داعش ډلې زیات غړی افغانستان ته منتقل کړی دی چې مرکزی اسیا هیوادونو ته ددغه ډلې فعالیتونه پراخ کړی او د روسیې او دچین لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .
دغه راز دافغانستان په پکتیا ولایت کښې هم دحکومتی عسکرو په حملې کښې چې پرون وشوه دحقانی ترهګرې ډلې اوه(۷) غړی ووژل شول او یوشمیر نور ژوبل شول .
طالبانو ته اړونده حقانی ترهګره ډله چې وهابی تفکر لری دافغانستان په ډیرو ختیځو ولایتونو او په پلازمینې کابل کښې د حکومتی عسکرو پرضد د زیاتو مرګونو حملو مسوله ده .
دافغانستان په ننګرهار ولایت کښې هم دداعش ډلې څوارلس(۱۴) غړی وژل شوی چې دوه (۲)پکښې مهم قوماندان دی .
parstoday.com