IQNA

زمونږ سترګې د قدس لوري ته او د قدس سترګې د مقاومت د سيد لوري ته

23:04 - December 10, 2017
د خبر لمبر: 3480865
نړیواله ډله:په دې اړه د امريکې د ولسمشر حکم چې « قدس يو متحد ښار او د اسرائيلو پائېتخت دے» هغه څلور لسيزې مرحله ختموي ترټولو مهم خصوصيت يې د خپلو روا حقوقو چې په سر کښې يې د په ختيځ قدس شريف کښې د عربي- فلسطيني – اسلامي حق دے د حاصلولو لپاره په مختلفو سطحو کښې د عربي – فلسطيني – اسلامي خبرې اترې او مذاکرې دي.

زمونږ سترګې د قدس لوري ته او د قدس سترګې د مقاومت د سيد لوري تهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د IUVMP نه په نقل، البته خبرې اترې او مذاکرې خپل خاص شرائط او چوکاټونه لري چې وړومبنے يې د مقاومت د وسلې اخېستل او د لويديځ له سلطې څخه د وابستګۍ او خپلواکۍ او د روسيې او چين دوو نړيوالو قوتونو په شمول دغې سيمې ته د نړيوالو قوتو له پام سره د مقابلې ختمول او له ايران سره دښمني ده چې د هغه د انقلاب له ابتداء راهسې د کېمپ ډېوېډ معاهدې له لاسليکېدو سره په يو وخت تراوسه له فلسطين څخه د ملاتړ شعار ورکړے دے.
همدارنګ خبرې اترې يو لړ خاص چوکاټونه او شرائط لري چې تر ټولو مهم يې نيابتي جنګونو ته داخلېدل دي، البته د اسرائيلو په نيابت… له هم هغه وخت څخه وو چې يهودي شو او اسلامي آثار او نښې نښانې يې ختمې شوې او مصر د اسرائيلو په سياسي او امنيتي قبضه کښې راغے او هلته د ملي حکومت طرحه له ماتې مخامخه کړه او سعودي د عربي نړۍ په مشر او فېصله کونکي بدل شو.
له هم هغي زماني راهسي وو چي په اسلامي او عربي دوو نړيو کښې امريکائي اډې جوړې شوې او کورني او داخلي جنګونه او فتنې شروع شې او اوس  مونږ له سوريې نه تر عراقه او له مصر نه تر يمن او لېبيا پورې د امريکائي، اسرائيلي او سعودي د مرحله اي نتائجو او لاسته راوړنو کتوني يوو او دا هم هغه ترهه ګري ده، هغه ترهه ګري چې وړومبنۍ نتيجه يې په سيمه کښې د امريکې د نيابتي جنګونو  محاسبات او انډولونه وو چې خپل موجوديت يې په افغانستان کښې اعلان کړ او د اسلام او سيمې د ټوټې ټوټې کول يې شروع کړل.
د تاريخ په همدغه برخه او مرحله کښې وو چې مقاومت په ډګر کښې پښه کېښوده چې رهبري، سرخي او عنوان يې سيد حسن نصرالله تشکيلوۀ او په عزم ، ارادې، صحيح انتخابونو، د نيت خلوص او په تېرو وختونو کښې د ځان په نه ښکېلولو سره د مېدان کامياب او بريالي وي او د سوري او ايراني ملاتړونو په برکت يې وکړې شول په ۲۰۰۰ ميلادي کال کښې د لبنان جنوب ازاد کړي او له هغه وروسته په ۲۰۰۶ کال کښې د اسرائيأو په پوځي تيري باندې کاميابي عملي کړي.
فلسطين هم په دغه لار کښې ګام کېښود چې تر ۲۰۰۵ کاله پورې د غزې تړانګه ازاده شي او دغه مقاومت د اسرائيلي – امريکائي جنګونو په مخه نيولو او په ترهه ګرۍ باندې د کاميابۍ لپاره حربې د څوکې جوړول وو  او هم دا اوس د قدس شريف په باره کښې د امريکې د فېصلې د اعلان کتونکي يوو چې د خبرو اترو او د قوت د توهم لرلو د انتخاب ، له يهودي دسيسې څخه د قدس له يهودي کولوڅخه د ملاتړ او دفاع توان او د فلسطين د حکومت د پائېتخت په توګه د هغه ستنول په ډاګه شي او د تاريخ د ختمېدو مرحله چې ترټولو مهم شعار يې ؤ ختمه کړي او يوه داسې دوره شروع شي چې ترټولو مهم خصوصيت يې د قدس او د مقاومت د سيد لوري ته د فلسطينيانو، عربو، مسلمانانو، مسيحيانو او د نړۍ د ټولو پتيالو سترګې دي.
بي له شکه دا دوره د هغه دوره ده او دغه جنگ د هغه جنګ دے او هيڅوک بې له هغه  نه په مېدان کښې نه دے پاتے.
د سيد حسن نصرالله په مشرۍ نننے مقاومت په عربي او اسلامي دوو نړيو کښې د په شان او شوکت سره سيمه ايز قوت، په ولسي، سياسي او فوځي ځواکونو په سېمبول او بېلګه او انډولونو کښې ستر شريک دے او د امريکې وروستۍ فېصله مقاومت د سټراټيجکو فېصلو کولو لپاره د سترو او سختو ذمه وارويو په وړاندې راولي.
پوښتنه دا ده چې آيا د اتحاد او وحت وېنا چې د عقل په حکم لازمي کوي چې د مقاومت لوري ته لاسونه وغزولې شي او د کورنيو او داخلي جنګونو د اودرولو او ختمولو تر عنوان لاندې پلونه جوړ کړې او د قدس شريف په خاطر به وحدت او يووالے ژوندے کړي او د عربي او اسلامي حکومتونو د ناڅه او حقيرو غوښتنو د يو مشترک لېسټ د برابرولو سبب شي.
سوال این است که آیا سخنرانی اتحاد و وحدت که به حکم عقل ملزم می کند، دست ها را به سمت مقاومت دراز کرد و پل هایی تحت عنوان متوقف کردن و پایان دادن جنگ های داخلی و خانگی بنا کرد، امیدهای وحدت و یکپارچگی به خاطر قدس را زنده خواهد کرد و موجب تهیه فهرستی مشترک از مطالبات حقیر و ناچیز نظام های عربی و اسلامی خواهد شد؟
آيا دغه اقدامات کولې شي د يو ارامه او سياسي پاڅون زمينه برابرونکي شي چې د مقاومت د کرښې قوت يې له مخکې نه زيات اوچت او ډېر کړي او د مقاومت لپاره لا زياتې کاميابۍ رامنځته کړي،  هم هغه ډول کاميابۍ او برياليتوبونه چې په سوريې او عراق کښې يې کتونکي وو؟ آيا نوې مرحلې ته د ننوتلو لپاره د قوت پېدا کولو او تيارېدو زمينه برابرېدې شي اوو او د يمن د موضوع د پاکولو او د لېبيا د جنګ د ختمولو فرصت د مصر او الجزئر ترمېنځ د ملګرتيا او له هغوي  څخه  د مقاومت د ملاتړ مقدمات رامنځته کړې شي؟ آيا کېدې شي له روسيې سره خپل تعلقات داسې وساتي چې په ارامۍ سره يې د قوت او سرچينو د زياتېدو سبب شي او  د دغه  نړيوال قوت د قهر، غضب يا ارمښت او اطمينان له  شېبو څخه د خپلو ګټو په لړ کښې فائده اوچته کړي او د  خپل بحث او دريځ نيونې سطح دومره لوړه کړي  چې په سيمه کښې د امريکې د سفارتخانو د تړلو او د هغې د اډو په نښه کولو او د امريکې د متحدانو او د اسرائيلو د انډيوالانو د سزا کولو بلنه ورکړي، هغه متحدان او انډيوالان چې د امريکې په جنګ کښې په ګډون سره يې سيمه له کنډوالو او نابودۍ سره مخامخه کړه او وکړې شي چې هغوي د هغو هر څه چې يې کړي دي تاوان ادا کولو ته مجبور کړي.
کېدې شي داسې اقدامات د سوريې او عراق کاميابۍ او لاسته راوړنې او له روسيې او مصر سره رابطه په خطر کښې واچوي او سيمه د وحشت د پرتلې د برقرارۍ په اوج کښې سختې او سترې مقابلې ته راکاږي، يوه داسې مقابله چې يوې خوا ته اسارئيل او بلې خوا ته يې د مقاومت او د هغوي د انډيوالانو ځواکونه وي؟
فلسطين او د هغه وفادار شرافتمن کسان  په سيمه کښې د مقاومت د کرښې د ټولو ملګرو او پېروکارو او ورسره د نړۍ د پتياليو  په ملګرتيا د مقاومت له سيد نه بغېر څخه انتخاب نه لري چې څه ضروري فېصله وکړي او تګ لاره وټاکي  او دا هغه تاريخي شېبه ده چې پکې برخليک ټاکونکې فېصله کيږي، يوه داسې فېصله چې  د سيمې او حتی د ټولې نړۍ څېره به په ډاګه کړي او ټول يې په طمه دي چې به هغه نوښت ګري او هوښياري چې د مقاومت په سيد  کښې موجوده ده دوه انتخابونه په خپلو کښې سره ګډ کړي او له دواړو انتخابونو څخه ضروري ګټه پورته کړي، د قوت د زياتولو او د ترلاسه شوي کاميابيو او لاسته راوړنو د ساتنې په لاره کښې  د قهر او غضب له شېبې  څخه د استفادې انتخاب چې د مخنيونې ډېرې اوچتې اندازې ته ورسي يو داسې قوت چې مقاوت ته داسې جنګ ته د داخلېدو اجازه ورکړي چې پلانونه يې جوړ شوي او د شروع کېدو په طمه يې دي.

captcha