IQNA

د شارجه د حاکم د قرآن کریم شخصي غونډونه + انځور

23:12 - December 19, 2017
د خبر لمبر: 3480894
نړیواله ډله: د شارجه د حاکم شخصي غونډونه د اسلامی او د تاریخی قرآنونو آثار لري او په نږدې وخت کښې د غوره قرآنونه، اسلامی او د تاریخي اسنادو نادره خطي نسخې د اماراتو قاسمیه پوهنتون ته ډالي شوي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د « sharjah24» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د شارجه حاکم سلطان بن محمد قاسمی، یو شمېر د غوره قرآنونه، اسلامی او تاریخي اسنادو نادره خطي نسخې د شارجه قاسمیه پوهنتون ته اهدا کړي.
دا خطي نادره او لرغونې نسخې چې تقریباْ ۳۰۰ نه تر ۴۰۰ کالو لرغونتوب لري د اسلامی مطالعات، قرآن کریم، احادیث، فقه او اصول فقه ته شامل دي او ځنې له هغې نه د غیر غربی ژبه کښې لیکلې شوي دی.
د دې نسخو شمېر ۱۲۵۰ دی چې دا ټولې به د شارجه د قاسمیه پوهنتون د خطي نسخو ساتنې مرکز ساتلې کېږي، او په دغه برخه کښې څېړنه کوونکې به د خپلو څېړنو او تحقیق لپاره له دې نه ګټه پورته کوي. همدارنګه په دې کتابتون د دې آثارو هر کال نندارتون هم پیل کېږي.
وایئ چې د شارجه حاکم شخصي غونډونه کښې هغه غوره آثار ساتلې کېږي چې غوره او مهم تاریخی اسناد ګڼلې شوي او ځنې یی په دې کې پخپله شخصي ګټې اخیستلې او راغونډ کړي دي چې اوس ترې زیات د شارجه قاسمیه مرکز ته ډالي شوي دي.

http://iqna.ir/fa/news/3673730
captcha