IQNA

د اسلامی نړۍ اتحاد د امریکائی دسیسو د شنډیدو سبب دے

23:33 - December 23, 2017
د خبر لمبر: 3480900
نړیواله ډله: د ایران اسلامی جمهوریت د فلسطین له ولس سره دخپل بشپړ پیوستون په اعلانولو سره یو ځل بیا د قدس شریف او فلسطین د نیواک په ختمولو کې د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د ملګروملتو په مهم مسئولیت تاکید کوی .داسلامی نړۍ اتحاد دامریکائی دسیسو د شنډیدولامل دی.

قرآنی خبر خپروونکې ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، دې خبرې په کولو سره چې دقدس په باب دامریکا وروستۍ لمسونکی فیصله به د دغې سیمې له سولې اوثبات سره هیڅ ډول مرسته ونه کړی ،دامریکا دغه کم عقله فیصله به په سیمې کې د تاؤتریخجنو چلندونو د لازیاتیدا لامل شی .
محمد حق بین د صهونیست رژیم دپلازمینې په توګه دقدس ښار دپه رسمیّت پیژندې کې دامریکا سپیر اقدام دنړیوالو پریکړه لیکونو خلاف ورزی وبلله او زیاته ئې کړه ، دایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له ولس سره دخپل بشپړ پیوستون په اعلانولو سره یو ځل بیا دقدس شریف ا و دفلسطین دنیواک په ختمولو کې دنړیوالې ټولنې په تیره بیا د ملګروملتو پر مهم مسئولیت ټینګار کوی.
د هندوستان په حیدر آباد کې د ایران د اسلامی جمهوریت سرکنسول محمد حق بین قمی په یولړ څرګندونو کې دې ته په اشارې سره چې اسلامی هیوادونه قدس شریف ته د امریکا د سفارت دمنتقلولو په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ فیصله محکوم کوی ، زیاته کړې ، اسلامی نړۍ به د اتحاد اوپیوستون په ساتنې سره ، امریکا او صهونیسټ رژیم ته دقدس شریف د غصبولو اجازت ورنکړی .
حق بین ددې خبرې په کولو سره چې قدس د مسلمانانو لومړنۍ قبله او دفلسطین دټاټوبی نه جلاکیدونکی برخه ده ،ووئیل ؛ له صهونیسټ رژیمه د امریکا ملاتړونه او دنړیوالو اورګانونو اوټولنو بې پروائۍ، دفلسطین ولس تر کلونو کلونو پورې دخپلو روا اوحقه غوښتنو له پوره کیدا محروم کړی دی .
دهند په حیدر آباد کې دایران سرکنسول ددې خبرې په کولو سره چې دقدس په باب دامریکا وروستۍ لمسونکی فیصله به د دغې سیمې له سولې اوثبات سره هیڅ ډول مرسته ونه کړی ،دامریکا دغه کم عقله فیصله به په سیمې کې د تاؤتریخجنو چلندونو د لازیاتیدا لامل شی .
محمد حق بین د صهونیست رژیم دپلازمینې په توګه دقدس ښار دپه رسمیّت پیژندې کې دامریکا سپیر اقدام دنړیوالو پریکړه لیکونو خلاف ورزی وبلله او زیاته ئې کړه ، دایران اسلامی جمهوریت دفلسطین له ولس سره دخپل بشپړ پیوستون په اعلانولو سره یو ځل بیا دقدس شریف ا و دفلسطین دنیواک په ختمولو کې دنړیوالې ټولنې په تیره بیا د ملګروملتو پر مهم مسئولیت ټینګار کوی .
http://iuvmpress.com/pa/10270

captcha