IQNA

قدس ته د امريکې د سفارت د وړلو لپاره د ټرمپ لس دليلونه

23:03 - December 25, 2017
د خبر لمبر: 3480904
نړیواله ډله: د دغې فېصلې له قانوني اړخ او نتائجو څخه لرې په مقبوضه فلسطين کښې په خاصه توګه او په نړۍ کښې په عامه توګه هغه پېښې چې پرله پسې رامنځته شوي دي « له اسلامي بنياد پرستۍ سره مبارزه» په عنوان سره د اسلام په خلاف د جنګ د نظريې تائيدونکې دي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د iuvmpressخبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دغې فېصلې له قانوني اړخ او نتائجو څخه لرې په مقبوضه فلسطين کښې په خاصه توګه او په نړۍ کښې په عامه توګه هغه پېښې چې پرله پسې رامنځته شوي دي « له اسلامي بنياد پرستۍ سره مبارزه» په عنوان سره د اسلام په خلاف د جنګ د نظريې تائيدونکې دي.
قدس شريف ته د د امريکې د سفارت د وړلو په باره کښې د ډونلډ ټرمپ فېصله د صهيونېسټ رژيم د پائېتخت په توګه د دغه مقبوضه ښار په څرګنده په رسميت پېژندل دي چې د فلسطين جنګونه يې د نړيوالو موضوعاتو په سر کښې شتون لري او له دغې فېصلې سره نړيوال مخالفتونه زيات شول.
د دغې فېصلې له قانوني اړخ او نتائجو څخه لرې په مقبوضه فلسطين کښې په خاصه توګه او په نړۍ کښې په عامه توګه هغه پېښې چې پرله پسې رامنځته شوي دي « له اسلامي بنياد پرستۍ سره مبارزه» په عنوان سره د اسلام په خلاف د جنګ د نظريې تائيدونکې دي.
د سوريې او عراق د بنيادي مرکزونو له ويجاړولو او د دغو دوو هېوادونو د خلقو له کډه په سر کولووروسته په څو مرحلو کښې د نېل او فرات ترمېنځ د عربي سيمې د نيولو او د صهيونېسټ رژيم د خدمت د سټراټيجۍ د اجرا او د اوزار په توګه صحرای سينا ته د دغو ډلو د منتلقولو په شان ټول واقعات په سيمه کښې د نفوذ د زياتولو لپاره سريزه جوړونه ده.
داسې ښکاري چې د روسيې مداخلت او د ترکيې د موقف بدلون د امريکې د نقشې په لاره کښې خنډ اچونه وکړه او دغه موضوع د هېوادونو ترمېنځ د سختې سيالۍ په چوکاټ کښې له سيمه ايزو سياسي جګړو او سياسي او امنيتي بحرانونو سره مل شوه چې له دغه جنګه د ګټې اوچتولو لپاره يې پکښې لاس لرۀ. دلته د صهيونېسټ رژيم د پائېتخت په توګه د قدس په رسميت پېژندلو لپاره د ټرمپ د فېصلې او هغه هم د داعش چې د امريکې او اسرائيلو لخوا جوړه شوې ډله ده په خلاف د جنګ په دوام کښې ترټولو مهم او وړومبنے علت په ډاګه کيږي.
البته نهۀ نور علتونه په دا ډول دي:
دويم: د ابودېس د پائېتختۍ له موضوع سره چې د ټرمپ زوم د بن سلمان له لارې محمود عباس ته يې وړانديز وکړ د کورواکو تشکيلاتو مشر محمود عباس د مخالفت په اړه ردعمل
دويم: د ابوديس د پائېتختې له موضوع سره چې د ټرمپ زوم جېراډ کوشنر د بن سلمان له لارې د کورواکو تشکيلاتو مشر محمود عباس ته يې وړانديز وکړ د محمود عباس د مخالفت په اړه د ټرمپ ردعمل.
دريم: په عراق، سوريې، لېبيا او يمن کښې له نابودۍ وروسته د عربي هېوادونو د فوځی قوت دړې وړې کېدل او له هغه مخکې د سوډان وېش او بيا د مصر د نفوذ کمښت دے.
څلورم: له امريکې سره د سعودي او قطر د اتحاد او له پولو نه وراخوا له ترهه ګرو ډلو څخه د مالي ملاتړ د بندولو د ادعا باوجود د هغوي ترمېنځ د نورو لانجو په شروع کېدو سره د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د وحدت له منځه تلل.
پينځم: د عربو هېوادونو چې په نيابتي جنګ بوخت وو د واقعي ملاتړ د کمښت او ډلبندۍ په وجه د فلسطين د موقف کمزوري او هغه نفوذ چې امريکې د نيواکګرۍ په وړاندې له مقاومت څخه د مخنيوي لپاره د امنيتي غږملتيا د تپلو له لارې د فلسطين له کورواکو تشکيلاتو څخه حاصل کړ.
شپږم: د يمن په خلاف جنګ کشې د لګښتونو په وجه د سعودي د مالي سرچينو ختمېدل.
اوم: د سعودي او ايران ترمېنځ د قبيله اي او فرقه اي لانجو د زياتولو لپاره د امريکې کوشش.
اتم: د سعودي او ايرانم ترمېنځ د فرقه ايزو لانجو او په يمن، عراق او سوريې کښې د نمائندګۍ فوځي مقابلې په نتيجه کښې يې حزب الله ترهه ګره ډله وبلله او د سعودي خارجه وزير عادل الجبېر حماس غورځنګ ترهه ګر تنظيم وبله چې دغه موضوع د فلسطينيانو لپاره خوشحالونکې نه وه او د موافقانو او مخالفانو سياسي او اجتماعي مجادلو لمن رسنيو ته وغزېده.
نهم: د مشرتابه منتقلول يا د مصر او سعودي ترمېنځ د هغه تقسيم چې د عربي پسرلے په نامه دورې او په صحراي سينا کښې له ترهه ګرو ډلو سره په مقابلې باندې بوختولو سره د مصر له کمزوري کولو نه وروسته يې د امريکې لپاره د عربو فېصله کونکو ترمېنځ نفوذ آسان کړ.
لسم: د عربو ټولنو سستي چې مشران يې ګڼ شول او د فېصلې کولو قوت او سلطه يې له لاسه ورکړه.
http://iuvmpress.com/pa/10397
captcha