IQNA

دا نړۍ له امریکا ډیره لویه ده

23:27 - December 25, 2017
د خبر لمبر: 3480905
نړیواله ډله: د پاکستان سیاسي او پوځي مشرانو شاید دغه نړیوال بدلون درک کړی وي چې دغه دنیا له امریکا ډیره لویه ده خو له دغه بدلون د استفادې صلاحیت نلري .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د parstoday خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، وایی لویدیځ هیوادونه چې دنوی نړیوال نظم(New World Order) په وخت له امریکا سره ملګری وو اوس دغه درک ته رسیدلی دی چې دامریکا په سیاست کښې په پاتې کیدا سره به تاوان وکړی .
دپاکستان جنګ ورځپاڼې په ننۍ ګڼې کښې د لیکوال «عباس مهکری »په قلم یوه(۱) مقاله چې عنوان یې دا نړۍ له امریکا ډیره غټه ده خپره کړی ده چې اوس یې دځینو برخو ژباړه درته وړاندې کوو .
دغه نړۍ له امریکا ډیره ستره ده او له دغه جملې په دې خبرې پوهیدلی شو چې دنړۍ په سویه یو(۱) ستر بدلون رامینځته شوی دی او نور نو د امریکا دنوی نړیوال نظم (New World Order)وخت پاې ته رسیدلی دی دغه خبره دایران دباندنیو چارو د وزارت د اقتصادی چارو لورړتبه چارواکی ښاغلی فریدون تیره میاشت د ایټالیا په پلازمینې روم(Rome) کښې په یوې (۱)غونډې کښې وکړه او دهغه دغه خبره ډیره مشهوره هم شوه او زیات محبوبیت یې هم ترلاسه کړ ځکه چې دننۍ نړۍ د درک کولو لپاره دغه جمله او خبره په یوې حوالې او وسیلې بدله شوی ده .
دایران ددغه چارواکی دغه خبره ددې ښودنه کوی چې امریکا له تیرو دوو (۲)کلونو راهسې په ایران اقتصادی بندیزونه لګولی دی او له دې سره سره دغو بندیزونو د ایران لپاره هیڅ مسله رامینځته نکړه .
له دې مخکې په ایران کښې پانګونه وشوه او حتی اروپایی هیوادونو چې دامریکا متحدان دی له ایران سره خپلې تجارتی اړیکې پیاوړی کړې او ترټولو مهمه خبره دا چې چین خپل څو میلیارډه ډالره د ایران په اقتصاد کښې لګوی او دغه لرلید ته په پام سره په دغه خبرې باید بیا پوه شو چې دا نړۍ له امریکا ډیره ستره ده .
د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې په اوویشتمه ()۲۷نیټه د ایټالیا په پلازمینې روم کښې دایران او د ایټالیا د پانګوالو یوه (۱)غونډه وشوه چې پکښې دایټالیا داقتصادی چارو د وزارت چارواکو او پانګوالو ګډون وکړ .
په روم کښې دایران او د ایټالیا د اقتصادی غونډې ترسره کیدل دغه پیغام ورکوی چې اروپا دایران په ارتباط له امریکا څخه خپله لاره جلا کوی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې خبرې سره چې ویلی وو د ایران او د امریکا (دایران او دپینځه جمع یوې ډلې ترمینځ شوی موافقه )ترمینځ شوی اټومی موافقه به لاسلیک نکړی بلکې دغه هغه به لغوه کړی دنیا حیرانه کړی وه .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ولسی جرګې کانګرس ته هم سپارښتنه کړی وه چې دایران پرضد نوی بندیزونه ولګوی خو اروپایی هیوادونو د ډونالډ ټرمپ ددغو څرګندونو ملاتړ ونکړ .
که څه هم د اروپایی هیوادونو پانګوال دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دغه خبرې اندیښمن شول خو هغوې له ایران سره د تجارتی اړیکو د ټینګولو لپاره نوی لارې ولټولې او دې ته وایی چې دنیا له امریکا ډیره لویه ده .
په روم کښې د ایران او د ایټالیا په اقتصادی غونډې کښې دایران دخارجه وزارت د اقتصادی چارو چارواکی ښاغلی فریدون لویدیځو هیوادونو ته خبرداری ورکړ که چیرې لویدیځ هیوادونه په ایران کښې پانګونه ونکړی نو په دې بڼه کښې به چین له تاسو مخکې شی .
فریدون دغه خبره کړی وه چې اوورګاډی مخ ته روان دی او د ښاغلی فریدون د څرګندونو د محبوبیت اصلی علت دا دی چې لویدیځ هیوادونه هم په دې خبرې اعتراف کوی که چیرې دوې دامریکا په سیاست کښې ښکیل پاتې شی او یا په زاړه او نوی استعمار انحصار وکړی په دې بڼه کښې به چین او نور نوی څرګند شوی او غیر لویدیځ اقتصادی قدرتونه مخکې شی .
چین په ایران کښې په میلیارډونو ډالره پانګونه کوی .
امریکا په ۲۰۱۴ میلادی کال کښې په ایران بایکاټ ولګاوه خو اروپایی هیوادونو په ایران کښې ډیره پانګونه وکړه .
ایټالیا د ایران ترټولو ستر اقتصادی شریک دی او دغه چاره یوازې تر ایران پورې محدوده نه ده بلکې له شمالی کوریا او قطر سره هم د چین او د اروپایی هیوادونو تجارتی راکړې ورکړې زیاتې شوی دی داپه داسې حال کښې دی چې امریکا دشمالی کوریا او د قطر پرضد بندیزونه لګولی دی .په لاتینی امریکا هیوادونو کښې هم چې امریکا او متحدانو یې په هغوې ناامنۍ او شاته پاتې والی ورتپلی وو اقتصادی انقلاب رامینځته شوی او په لاتینی امریکا هیوادونو کښې اقتصادی خوځښتونه هغوې دنوی نړیوال نظم له شکنجو څخه وباسی .
دساړه جنګ له ختمیدا او د شوری له دړې وړې کیدا وروسته امریکا دنړۍ په یوازنی ستر قدرت بدله شوی وه او په نړۍ کښې یې یو(۱) قطبی نظام جوړ کړی وو او هر هغه څه به ترسره کیدل چې امریکا او متحدانو یې غوښتل او دغه وخت ته د نوی نړیوال نظم وخت ویل کیدل چې دا په تیرو پینځو سوو (۵۰۰)کلونو کښې د استعمار ګرۍ ترټولو بد بڼه وه او یو داسې پړاو هم رامینځته شو چې دغه نړۍ د یوه (۱)بدلون او د یوه ښه والی د راتلو له احتمال څخه هم ناهیلی شوی وه .
خو اوس دنړۍ یو(۱) قطبی نظام اخری سلګې اخلی او دنیا د څو قطبی کیدا په لور روانه ده .
نوی(New) په تیره بیا غیر لویدیځ قدرتونه راښکاره کیږی او نوی صف بندیانې بڼه خپلوی .
نویو غیر لویدیځو قدرتونو دنړۍ د پرمختګ لپاره نوی نظریه (New Theory)وړاندې کړی ده او دغه نظریې د جنګ او رعبونو نظریه غیر اغیزشیندونکی کړی ده او ددغه نظریې پراساس امریکا او دهغې متحدانو غوښتل نړۍ کنټرول کاندی .
لویدیځ هیوادونه چې دنوی نړیوال نظم په وخت کښې له امریکا سره متحد وو اوس دغه درک ته رسیدلی دی چې دامریکا په سیاست کښې په پاتې کیدا سره به تاوان وکړی او چین، ایران ، روسیه ، هند ، قطر، پاکستان او نور اقتصادی قدرتونه دهغوې بازارونه تر خپل کنټرول لاندې ورولی .
اوس دغه نړۍ له امریکا ډیره ستره ده .
له غیر اروپایی هیوادونو نور هیوادونه په تیره بیا داسلامی هیوادونو مشرانو شاید دغه بدلون درک نه دی کړی چې همدا ا وس دامریکا دنوی نړیوال نظم په لومه کښې ښکیل شوی دی او اوس یې هم خپلې پانګونې او سرچینې د امریکا د نوی نړیوال نظم په واک کښې ورکړی دی .
د پاکستان سیاسی او پوځی مشرانو شاید دغه نړیوال بدلون درک کړی وی چې دغه دنیا له امریکا ډیره لویه ده خو له دغه بدلون د استفادې صلاحیت نلری .
امریکا کولای پاکستان چې له ګډوډۍ سره مخ دی دنوی ماجرا غوښتنې په میدان بدل کړی ځکه چې احتمال شته امریکا اوس په یوې بلا غوښتنې لاس پورې کړی چې وکولای شی دغه خبره غلطه ثابته کړی دغه نړۍ له امریکا ډیره ستره ده او دامریکا لخوا دیوې (۱)بلا غوښتنې د رامینځته کولو احتمال نشو ردولی خو حقیقت دا دی چې اوورګاډی مخ ته روان دی او تاریخ هم مخ ته روان دی او د پاکستان دپوځی او سیاسی مشرانو لپاره ستر امتحان او ازمیښت دی .

http://parstoday.com/ps/news/world-i61929

captcha