IQNA

امریکا په نړۍ کی تر ټولو فاسد او ظالم  حکومت دی

23:27 - December 27, 2017
د خبر لمبر: 3480911
نړیواله ډله:د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ نن چهار شنبه د ټول ایران د اسلامی تلیغاتو د غږملتیا شورا له مسؤلانو او غړیو سره په کتنه کی، د امریکا رژیم د نړۍ له ډیرو فاسدو او ظالمو حکومتونو څخه وباله.  
قرآنی خبرخپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د parstoday خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د رهبرۍ د معظم مقام دفتر د ویب سایټ د راپور په اساس، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، پدی کتنه کی د امام حسن عسکری ع د نیکمرغه ولادت د کالیزی په خاطر د مبارکۍ په ویلو، او د ۱۳۸۸ کال د مرغومی د حماسی د کالیزی په نمانځلو سره زیاته کړه: له داعش او تکفیری ترهه ګرو څخه ملاتړ کول، د آل سعود په شان له ظالمو او دیکتاتورو حکومتونو سره ملګرتیا کول، او له صهیونیسټو جنایتکارانو؛ او هغو جنایتکارانو څخه ملاتړ کول، چی هره ورځ په یمن کی خلګ، په خاورو او وینو لغړوی، هغه مثالونه دی چی د امریکا رژیم، پلید او فاسد ماهیت څرګندوی. 
د اسلامی انقلاب معظم لارښود؛ په امریکی او د دغه هیواد په قضایی سیسټم واکمن توکم پالنې ته په اشارې سره وویل: د دغو اساسی مشکلاتو او نیمګړتیاؤ سره سره، هغوی د ایران په شمول د نورو هیوادونو په قضایی ارګانونو تور لګوی.
حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، زیاته کړه: په الهی اذن او ارادې سره به د ایران ؤلس او اسلامی نظام، په ټولو ډګرونو کی امریکا مایوسه کړی. 
دوی؛ پدی بیان سره چی د ایران اسلامی جمهوریت، په لا زیات اقتدار سره ودې او پرمختګ ته دوام ورکوی، تاکید وکړ: د پرمختګ دغه لاره به؛ د امریکی د اوسنی ؤلس مشر په دوره کی هم ادامه ولری، او له ډګر څخه د اسلامی جمهوریت د ایستلو، یا کمزوری کولو آرمان او داغ به د هغوی په زړه کی پاتی شی.
حضرت آیت الله خامنه ای همداراز، د ایران په ؤلس کی د شک او شبهې د رامنځته کولو، او په ځان د ؤلس د باور د له منځه وړلو لپاره، د امریکی دوامدارې هڅې ته په اشارې سره څرګنده کړه: په هغه پرتم سره د مرغومی نهمه ورځ، داشان لوبو ته د ؤلس ځواب، او د انقلاب او دین له ارزښتونو څخه دفاع کول ؤو، چی البته نن هم پر ارزښتونو د پایدارۍ موضوع مطرح ده. 
http://parstoday.com/ps/news/iran-i62099
captcha