IQNA

امریکائی الوتکو په هلمند کښې سنګوری اربکیان بمبار کړل

15:44 - December 29, 2017
د خبر لمبر: 3480916
نړیواله ډله: د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د امریکې په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو الوتکو سنګوری اربکیان په نښه او بمباری کړل.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو نه په نقل،  د افغان سرچینو د نقل مطابق پېښه د مارجې ولسوالۍ په مالک چهار راهی سیمه کې رامنځته شوې.
ځایی اوسېدونکی وایی امریکایی الوتکو څو ځله د مالک چهار راهی هغه سیمه په بمونو وویشتل چې سنګوریانو په کې عملیات کول.
د بهرنیانو په یاد بمبار کې ۱۱ تنه سنګوری اربکیان وژل شوی. او یو شمېر نور ژوبل شوی دی.
داخلی او بهرنیو ځواکونو لا تر دې دمه د پیښی اړوند څه نه دی رسنیز کړی.
 http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i62115
captcha