IQNA

په هندی مدرسه کښې د حجاب بندیز باندې اعتراض

15:48 - December 29, 2017
د خبر لمبر: 3480917
نړیواله ډله: د مهاراشترا ولایت د بمبئ ښار په یوه مدرسه کښې د مسلمانو محصلانو په حجاب باندې بندیز په اړه سخته نیوکه وکړه.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د oneindia خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دغه مدرسې مشرانو اعلان کړي چې د مدرسې د امنیت نه باور لپاره دا فیصله شوي.
په دغه مدرسه کښې د حجاب کوونکې محصلانو مور پلار له دغه فیصلې باندې نیوکې نه ورستو د مدرسې مسؤولانو دا ادعا وکړه چې دا فیصله د دینی تبعیض له سببه نه ده بلکې د مدرسې او د ټولو د امنیت لپاره ده.
هندی مسلمانان تقریباْ ۱۸۰میلیون دي چې په وروستيو کلونو کې دی د ناراندار مودی په مشري کښې ملت پال ګوند بهارتیا جاناتا  را تللو نه ورستو دینی تبعیض سره مخامخ دي.
د مسلمانانو خلاف بریدونه او د اسلام خلاف خبرې په هند کښې پرمختګ دی او افراطی هندوان د ډېری زړورتیا سره، ځان ته دوی هندوستانی وایئ چې که مسلمانان د یو دښمن په عنوان سره د نفرت لایق نه ګڼل کېږي، لږترلږه هغه مېلمانه دې چې هندوان د دوی قبلولو ته مجبور دي.
د هندوانو له اړخه مختلفو بهانو سره د مسلمانانو وژنه هم یو داسې اتفاق دی چې په دې وروستيو کې د ډېرو توجه یی ځان ته جلب کړي ده.
http://iqna.ir/fa/news/3676143
captcha