قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پارس نیوز نه په نقل، د افغانستان د دفاع د وزارت مطبوعاتی دفترنن د یوې بیانې په جاری کولو سره وویل: دغه عملیات تېره ورځ د هوائی ځواکونو په ملاتړ سره په ننگرهار، کاپیسا، غزنی، پکتیکا، قندهار، ارزگان ، زابل، فراه، فاریاب ، اوهلمندولایتونو کښې ترسره شول چې له امله یې 61 ترهه ګرو ووژأ شول او 26 نور ژوبل شول.
د بیانیې له مخې په وژل شویو ترهه ګرو کښې نهۀ تنه د داعش تفکیری ډلې عناصر دی چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په ده بالا سیمه کښې د افغان امنیتی ځواکونو د حملو هدف وګرځېدل.
همدارنګ په وژل شوی کسانو کښې یو د طالب ډلې لوړرتبه قوماندان ؤ چې په فاریاب ولایت کښې ووژل شو.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i62313