قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د جنوبي افریقا خارجه وزارت پرون په یوې بیانیې کې د افریقایی هیوادونو، او هاییټي او السالواډور په هکله د ډونالډ ټرمپ په سپکاوونکو او توکم پاله خبرو خپل اعتراض په پریټوریا کې د امریکا سفارت ته ورساوه .
د جنوبي افریقا خارجه وزارت په دغه بیانیه کې د امریکا د سفارت له دوهم لمبر کسه وغوښتل چې د ټرمپ د وروستیو خبرو په هکله وضاحت وړاندې کړي.
بیانیه تاکید کوي چې له جنوبي افریقا او نورو افریقایی هیوادونو سره د امریکا اړیکې باید د درناوي په اساس وي.
دا په داسې حال کې دي چې پرون د مصر الازهر هم په یوې بیانیې کې د ټرامپ خبرې وغندلې.
ټرامپ تیره پنجشنبه په خپلو توکمپالو خبرو کې د افریقایی هیوادونو او هایټي او السالواډور لپاره د ګند خانه په شان سپکاوونکي الفاظ وکارول او له دغه هیوادونو د کډوالو د منل کیدو د بندیدا غوښتنه یې وکړه.