IQNA

زیاتره انګریزان دافغانستان جنګ بې ګتې ګڼی

6:48 - January 30, 2018
د خبر لمبر: 3481007
نړیواله ډله: امریکا او دانګلستان پشمول دهغې لویدیځی متحدانو د ۲۰۰۱کال د ستمبر دیولسمې نیټې له حملو وروسته او له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه د همدغه کال د اکتوبر په اوه مه نیټه په افغانستان یرغل وکړ اودغه هیواد ئې ونیوۀ .
زیاتره انګریزان دافغانستان جنګ بې ګتې ګڼیقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،  دهغې نظر سنجۍ  نتیجې  چې  پرون  دسکائی نیوز په ټیلیکس   کې  خپرې شوی ،  ددې ښودنه کوی ، چې   په دغې نظر غوښتنې کې ګډون کونکی ۷۹فی صد  ګډون کونکی  په دې اند دی   چې  د انګلستان په ګډون او دمیلیارډونو پونډو  په مصرفولو ، په افغانستان   له پوځی حملې    اولس کلونو تیریدا وروسته  اوس هم ، په افغانستان کې  تاؤتریخوالی اوبې ثباتۍ هماغه راز دوام لری .
رسمی راپورونه هم ښئ  یوازې په تیرو دولسو میاشتو کې  دافغانستان  په کابل اونورو ښارونو کې  د ترهه ګرو حملو له امله  په زرګونو کسان وژل شوی دی . 
امریکا او   دانګلستان   پشمول دهغې لویدیځی  متحدانو د ۲۰۰۱کال  د ستمبر دیولسمې نیټې له  حملو وروسته  او له  ترهه ګرۍ سره  دمبارزې په پلمه  د همدغه کال د اکتوبر په اوه مه نیټه  په افغانستان یرغل وکړ اودغه هیواد ئې  ونیوۀ . خو  د غه حمله اوهغه پوځی نیواک  چې  د القاعدې ترهه ګرې ډ لې  اوطالبانو د نابودولو  په پلمه  ؤ ،  د افغانستان اوسیمې دلازیاته بې ثباته  کولو  او  د   لسګونو  زره بې ګناه افغانانو د  وژلو لامل شو  او په دغه جنګ ځپلی  هیواد کې  ترهه  ګری اوتاؤتریخوالی هماغه راز ورځ تربلې په زیاتیدو دی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i64481
captcha